🌷دهــــدایــــت لاره🌷 WhatsApp Channel

🌷دهــــدایــــت لاره🌷

206 subscribers

About 🌷دهــــدایــــت لاره🌷

🍃إِنَّ ٱللَّهَ ٱشْتَرَىٰ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ ٱلْجَنَّةَ ۚ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/17/2025, 2:02:57 AM

دښار په ديوالونو ناستو خلکو د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خبره واوريدله چي زه بيا جنگ شروع کوم هغوي وويريدل هَرٌبِيْس بيا ديوال ته ورنژدي شو هغوي ته يي وويل اوس تاسو څه واياست که سوله ونکړو اول خو زه دوي سره بندي يم ما وژني بيا هغه ټول خلك وژني چي دوي محاصره کړي هغوي ورته وويل نو مونږ به دومره ډير مالونه دوي ته له کومه ورکړو ۔ هَرْبِیْس ورته وويل تاسو مه ويریږئ د دغه مال څلورمه برخه يواځي زه ورکوم هغوي دده په خبره خوښ شول جنرال هَرْبِیْس ته يي وويل سمه ده مونږ يواځي تاته دروازه خلاصوو مسلمانان  به يو هم نه راننوځي ۔ نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:۔ فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلداول(188:189:190 )

❤️ 🫀 2
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/17/2025, 2:02:56 AM

{  85  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {85}برخه : ترجمان چي جنرال هَرْبِیْس ته د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د خبرو ترجمه وکړه نو هغه وويل رښتيا هم مونږ ته مسيح په قهر شوي  چې تاسې يي دلته راوستلئ او په مونږ يي مسلط کړئ ما له تاسو سره په جګړه کې ډير وس وکړ ډير زيات مکرونه او چلونه مې جوړ کړه خو هيڅ ګټه يي ونکړه ځکه تاسو د يوی رهبرئ لاندي په يو اتفاق په يوبل مهربان او مُسَلَّطْ  قوم ياست زما ټول طاقت کار ورنکړ او زه اوس روغې ته راغلم اوس زه غواړم ماسره داسي صلحه وکړئ چي د ښار خلك ټول په امن کي شي ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ورته وويل اوس ووايه دسولی په بدل کي به څه راکړي هَرْبِيْس وويل ته څه غواړي چي زه هغه درکړم ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل که مونږ ته دغه ډك ښار له سرو سپينو سره راکړي زه يي ديو شهيد د وينو سره نه برابروم زه نه غواړم زما غازيان ووژل شي تاسي مونږ جنګونو ته مجبوره کړي يو خو بيا هم ځانله پدي تسلي ورکوم چي شهيدانو ته جنتونه او لوړي درجې شته ۔ هَرْبِيْس وويل زه به زر  اوقيئ چي يوه اوقيه  زر درهمه کيږې او په  زر جوړو وريښمينو جامو درسره سوله وکړم ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه دهغه په خبره وخندل بيا يي خپلو غازيانو ته وويل تاسو څه واياست هغوي ورته وويل ورباندي زيات يي کړه چې ښه ذليل شي او بيا د جنگ تکل ونکړي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  هَرْبِيْس ته وويل ته به په دغه شيانو راکولو راسره سوله  کوي ۔ (1)دوه(2000) زره اوقيئ سره زر چي يوه اوقيه زر(1000) درهمه کيږې ۔ (2)دوه(2000) زره أوقيئ سپين زر ۔ (3)پنځه(500) سوه ستاسي د ښار جوړي شوي توري ۔ (4)ستاسي دهغه عسکرو ټول جنگي  تجهيزات چي غره کي محاصره دي۔ (5)راتلونکي کال به دځمکي خراج هم راکوئ۔ (6)هرکال به جزيه هم راکوئ ۔ (7)لدي سولي وروسته به زمونږ په ضد وسله نه اوچتوئ ۔ (8)هيڅ کوم ملك سره به جنگي تړونونه نه کوئ او نه به دغه ښار کي نوي کَنِيْسَه يا ستاسي عبادتخانه ابادوئ۔ (9)دمسلمانانو خير به غواړئ د‌ شر اراده به نلري , (10)دوه(2000) زره جوړي وريښمينی جامي به هم راکوي ۔ ترجمان چي جنرال هَرْبِيْس ته کوم شرطونه وخودل هغه وويل زه دغه ټولو ته تيار يم خو زه هم يو شرط لرم ۔   أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل وايه ستا شرط څه دي هَرْبِيْس وويل زه غواړم چي ستاسي يو نفر به هم ښار ته دننه نه داخليږې ته به ما په خپلو خلکو مشر وټاکي مونږ به د ضروري شيانو رانيولو لپاره له بازاره يو کوڅه راوباسو هغه بازار کي به هر هغه څه پيدا کيږې چي ښار کي دننه وي ته چي په مونږ کوم امير ټاکي هغه به خپلو ملگرو سره دښار نه بهر اوسيږې مونږ به جزيه خراج او هرڅه پخپله ورته راوړو زه ويريږم چي ستاسي ملگري ښار کي گرځي نو کوم  مشر ته به سخته خبره وکړي او له هغي به جنجال جوړ شي وعده به ماته شي غدر به وشي ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل تاسو به زمونږ ذميان شي په تاسو که څوک غرض کوي مونږ هغوي سره هم جهاد کوو اوس ستاسي ذميانو ساتنه هم پر مونږ لازم ده او مونږ ته ستا شرط منظور دي مونږ ښارونو او عيش عشرت ته هيڅ اړتيا نلرو زمونږ امير به تاسو سره ديو سفير په حيث موجود وي ۔ جنرال هَرْبِيْس وويل بس سوله په همدي پاي ته ورسيدله وروسته هَرْبِیْس أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته وويل رازه چي دښار دروازي درته خلاصي  کړم دواړه روان شول کله چي د ښار ديوالونو ته ورسيدل روميانو ته يي په خپله ژبه څه وويل هغوي پوي شول چي هَرْبِيْس دي هغوي ورته وويل ستا ملگري څه شول هَرْبِيْس ورته ټول حقيقت تير کړو هغوي ته يي وويل زه سولي ته مجبوره شوي يم اوس مي سوله کړي بايد عملي شي هغوي ورته وويل په څه شي دي سوله کړي هَرْبِیْس ورته ټول وخودل هغوي چغي کړي هاي هوي واويلا يي جوړه کړه هغوي وويل هلاك شو تباه شو هغوي هَرْبِیْس ته یی  وويل ته ورشه سوله وکړه مونږ عربانو سره سوله نه  کوو مونږ ته ستا سوله منظور نده ۔ ترجمان چي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه  ته د بَعْلَبَكْ د ښار دخلکو خبري ترجمه کړي نو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هَرْبِيْس ته وويل په خپله خبر کلك ودريږه کنه نو بيا غازيانو ته امر کوم چي جگړه شروع‌ کړي ۔ جنرال هَرْبِيْس   أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته وويل تاسو صبر وکړئ که دوي زما خبره ونه منله زه تاسو ښار ته ورداخلوم ماته د ښار ټول پټ او ښکاره لاري معلومي دي بيا پکي ښي توري وچلوئ نر اوښځي ټول له تيغه تير کړئ ټول مالونه لوټ کړئ هيڅ مشکل نشته خو ماته اخري فرصت راکړئ چي زه دوي راضي کړم ۔

🫀 1
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/18/2025, 7:06:47 PM

{  87  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِثیې {87}برخه : کله چې جنرال هربيس د بَعْلَبَكْ دښار ټول مشران په يوه لويه کَنِیْسَة یا د نصاراؤ عبادتخانه  کی راغونډ کړل چې هغه د مشورو کولو لپاره جوړه شوي وه، نوټ ، اوس الحمد‌لله هغه کَنِيْسَه په يو لوي مسجد بدله شوي۔ نو هغوي ته يي وويل تاسو ګورئ چې ما ستاسي د سرونو د أمن په خاطر مسلمانانو ته څلورمه برخه مال ورکړو زيات تربرونه او قوميان مې ووژل شول اوس زه هم ستاسي پشان غريب شوم نه مال دولت لرم نه غلامان لرم نه وسله لرم اوس تاسو لگیا یاست مسلمانانو سره تجارت کوئ او زياتي ګټې مو وکړي هغوي ورته وويل د مطلب خبره کوه اوس ته څه وائي جنرال هَرْبِیْس ورته وويل زه غواړم تاسو ماته د خپلو مالونو څخه لسمه برخه راکړئ چې بيرته په خپلو خپو ودريږم او مالداره شم هغوي ورته وويل ايا د دولت خزانې تاسره ندي ايا هِرَقَل تاته هرڅه نه راليږې په بيت المال دي صبر نه کيږې اوس زمونږ له خولې زمونږ مالونه هم وباسي۔ هغوي ډير تري خفه شول خو بعضو درباري غوړه مالانو هغوي ته وويل ولي څه چل کيږې چې لسمه برخه وکړئ  مونږ بايد دغه برخه ورکړو اخر عام وګړي مجبور شول هغوي ومنله څه وخت پورې دغه کار روان ؤو هغوي لسمه برخه ورکوله هَرْبِيْس خوشحاله شو يو ځل بيا يي مشران کَنِيْسي ته د مشورې لپاره ور دعوت کړل بيا يي خپلي کارنامي او د ملت سره درواغجنه مينه ورته بيان کړه بيا يي ورته وويل زه په دغه لسمه برخه نه غلامان اخستلاي شم نه وسلي اخستلاي شم دغه کار به ډير وخت ونيسي ترڅو زه بيا پياوړي کيږم تاسو بايد زما نيکې هيره نکړئ او ماته دخپلو مالونو څلورمه برخه راکړئ ورسره درباري بوټ پاکانو  په مدّ اوشدّ دهغه خبره تأئيدوله چکچکي يي ورته وهلي  چې بايد تاسي څلورمه برخه ګټه جنرال هَرْبِيس ته ورکړئ هغوي يو دم په غصه شول خپلو ملګرو ته يي خبر ورکړو هغوي وسلي را واخستلي په جنرال هَرْبِيْس يي ناڅاپي حمله وکړه هغه يي د خپلو غلامانو او کاسه پاکانو سره ونيوه ټول يي ووژل او ټوټه ټوټه يي کړل د ښار دننه سختي چغې آوازونه شول ژړا شور او فريادونه شول! مسلمانانو چې دهغوي  شور واوريدو خپل مشر رَافِعْ بْنْ عَبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ته ورغلل چې ښار کي کومه لويه پيښه شوي د چغو ژړا او شور آوازونه راځي  رَافِع بِن عبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ورته وويل زه هم دغه شور او غوغا آورم خو مونږ هيڅ نشو کولاي تر څو دښار خلك دباندي راووځي او مونږ ته خبر راکړي دوي لا په همدي خبرو لګيا وه چې د ښار دروازه خلاصه شوه او مشران په منډه رَافِع بن عبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ته راغلل هغوي ورته وويل جنرال هَرْبِیْس يو ځل په مونږ لسمه برخه مال کيښود هغه مو ورته ومنلو اوس يي بيا راته وويل څلورمه برخه مالونه به راکوئ مونږ په هغه انقلاب وکړو هغه مو د خپلو غلامانو او غوړه مالانو سره وواژه اوس مونږ دروازه بيرته کړي تاسو ښار ته داخل شئ  مونږ ته يو مشر وټاکئ مونږ ستاسي هر امر منو مونږ ته ستاسي غوره اخلاق عدالت غيرت  حُسْنِ سُلُوْک ټول  معلوم  دي مونږ پوهيږو چی تاسو به زمونږ مال دولت او ناموس په امن کړئ ۔ رَافِعْ بِن عَبدالله اَلسَّهْمِي رضي الله عنه ورته وويل في الحال زه هيڅ نشم کولاي ځکه چې مونږ وعده کړي چې ستاسي ښار ته به نه داخليږو زه اوس خپل امير أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته خبر ورکوم که هغه اجازه راکړه  بيا به ښار ته داخل شم رَافِع بن عبدالله اَلسَّهْمِي رضي الله عنه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته ليك وليږلو په ټول جريان يي خبر کړو هغه ورته اجازه ورکړه چې ښار ته داخل شه مونږ معاهده جنرال هَربِيس سره کړي او هغی کي ليکلي  چې بي اجازي به ښار ته نه داخليږو اوس چی ددوي د سر اومال د حفاظت او أمن مسئله ده ور داخل شئ بيا مسلمانان ټول ښار ته داخل شول ښار يي تر خپلي ولکې لاندي واخستو روميانو يي تود هرکلي وکړو هغوي د ګلانو ګيډئ ورته غاړو کی واچولي او د زياتي خوشحالۍ اظهار يي وکړ۔ دغسي دغه ښار د ډيرو جګړو او مرګونو وروسته مسلمانانو ته په لاس ورغلو او د امن ځانګو  تري جوره شوه۔ نوربيا راسره اوسۍ ليکوال حبل الله المتين۔فتوح الشام للمحمد بن واقد الواقدي جلد اول (194:195:196)

🫀 1
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/18/2025, 6:55:35 PM

{   86  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {86}برخه : د بَعْلَبَكْ خلك د هَرْبِيْس په خبره خوښ شول چي عربان به ښار ته نه ننوځي هغوي دروازه خلاصه کړه دواړه ورداخل شول بيا يي هغوي ته وويل هغه کس چې مسلمانان يي په روميانو امير ټاکي هغه به د ملگرو سره له ښاره دباندي اوسیږې او تاسو به هغوي  ته دښار دباندي  بازار جوړوئ ترڅو مسلمانان له هغې بازار څخه د ضرورت شيان رانيسي ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه سَعِيد بِن زَيْد رضي الله عنه ته سړي وليږلو چي د هغه کسانو لار خوشې کړئ چي تاسو محاصره کړي او وسلې تري د ضمانت په طور ځانونو سره وساتئ سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه له هغوي وسلي ټولي کړي او  خوشې ئي  کړل، بیا یی  ورته وويل ترهغې به مونږ سره ياست ترڅو زمونږ امير  أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه بېرته له ښار څخه ستون شي هغوي بيرته أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  رخصت کړو بيا دولس(12) ورځې وروسته جنرال هَرْبِيْس هغه ټول مال راجمع کړو چې سوله ورباندې شوي وه هغه يي د أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي حاضر کړه چي هغې کې د أتلو غازيانو لپاره خوراکي شيان او د چارپايانو لپاره واښه اضافه ؤو بيا ئي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ته وويل اوس مې وعده درسره پوره کړه زما عسکر را خوشې کړه هغوي عسکر ورته راخوشي کړل چې له مسلمانو د ښه چلند ښې خاطرې يي لرلې بیا جنرال هَرْبِیْس وويل اوس هغه څوك راته وښايه چې ته يي په مونږ امير ټاکی ځکه چې مونږ ورباندې شرطونه ږدو چې ظلم به راباندې نه کوي داسې غوښتنې به راڅخه نه کوي چې چې زمونږ تر وس پوره نوي او ښار ته به مو نه را داخليږې ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دغه کارونه مسلمانانو کي نشته۔ بیا أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د أتلو غازيانو څخه يو تن چې رَافِعْ بِن عَبدَالله اَلسَّهْمِی نوميدلو را وغوښت هغه ته يي وويل زه تا په دغه خلکو أمير ټاکم پنځه سوه سواره مجاهدين ستا له قوم څخه او څلور سوه مخلوط یا دمختلفو قومونو  مجاهدين در سره پريږدم زه تاته هغه امر کوم چې الله جل جلاله پري مأمور کړی يي له الله جل جلاله وويریږه او عدل کوه له ظلم او تيرې څخه ځان ساته که ظلم دی وکړ نو د قيامت په ورځ به ظالمانو سره راپورته کيږې پدی پوي شه چی د ذری ذری حساب به درسره کيږې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه آوريدلي چې الله جل جلاله موسي عليه السلام ته وفرمائل اي موسی عليه السلام ظلم ونکړي کنه نو تر ټولو اول به زه ستا کور درخراب کړم ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه زياته کړه زه تاته وصيت کوم چې خپل استخبارات شپه او ورځ په کار واچوه د ښار هر طرف ګزمه کوه تاسو د دښمن په منځ کی شتون لرئ زه په تا د ويښ غازي ګمان کوم بيدار اوسه د ساحل يا سمندر غاړي ته بيدار اوسه که چيرته د دښمن د کومې قافلې را ګرځولو ته تللي نو سل يا دوه سوه مُسَلَّح کسان ځان سره بيايه د ښار خلکو ته موقع مه ورکوه چي د ملگرتيا په بهانه ستا غازيانو سره ګډ شي او دښمنانو ته طمع پيدا شي چې حمله درباندي وکړي خپلو غازيانو سره ښه سلوك کوه ددوي په منځ کی د يو عادی شخص په شان اوسه ځان تري لوي مه بوله ملگري دي هم له ظلم ساته او دعدل کولو هدايات ورته کوه نور  الله جل جلاله تا وينې په الله جل جلاله مو سپارم مونږ درڅخه حرکت کوو ته هم دعاوي کوه مونږ يي هم درته کوو ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه د حِمَصْ په طرف أتل غازيان روان کړل لاره کې د عَيْنَ الْجُوْز ولايت والي ورته مخې ته راغلو هغه هم د سولې غوښتنه وکړه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ورسره د بَعْلَبَكَ دخلکو په نيمايي سوله وکړه او سَالَمْ بِن ذُوِيٌبَ السَّلَمِی رضي الله عنه يي ورباندي امير وټاکلو هغه سره يي هم مجاهدين پريښودل هماغه شان وصیت يي ورته وکړو کوم چی يي رَافِعْ بِن عَبَدَالله اَلسَّهْمِی رضي الله عنه ته کړي ؤو بيا أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه وړاندي روان شو چې لاره کې د رَأْس او کَفِيْلِي په نوم ځاي ته ورسيدلو نو د جُوْسِيِّهْ واکمن ورسره مخامخ شو هغه يي په طلب کې راوتلي ؤو هغه ورته زيات سوغاتونه راوړي وه هغه يي تري واخستل او د يو کال لپاره يي بيا ورسره سوله وکړه نور أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه مخکي روان شو ترهغې چې حِمَصْ ته ورسيدلو ۔ د حَبَّانْ بِن تَمِيْمَ الثَّقَفِي رضي الله عنه څخه روايت دي چې زه رَافِع بِن عبدالله اَلسَّهْمِې په ملگرو کې وم  چې کله  أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه له  مونږ څخه لاړو مونږ له بعلبك څخه د باندې خيمې ووهلی کله کله به د سمندر غاړي ته وتلو هلته به مو د هغه  روميانو  قافلي را ګرځولي چې په سوله کې به داخل نه وه او جنگ به يي غوښتلو مونږ به هغه غنيمت شوي مالونه په هغه کوڅه کې د بَعْلَبَكْ په ښاريانو خرڅول چی مونږ ته

🫀 1
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/17/2025, 2:01:45 AM

{  84   } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قصې {84}برخه : سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه د أَبُوْ وَقَّاصْ بِن عَوفَ الْعَدوي ځوي ور وغوښت ورته يي وويل اي د اَبُوْ وَقَّاصْ ځويه په منډه لاړ شه زمونږ أمير أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ته د هغه څه په باره کې زيری ورکړه کوم چی ته ګوري او په بيړه ځواب راوړه  ، اَبُوْ وَقَّاصْ رضي الله عنه په خپل آس سپور شو او أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ته يي ځان ورساوه سلام يي ورته وکړو بیا يي ورته وويل زيري درکوم  هَرْبِيْس له سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه څخه أمان وغوښت او اوس غواړي تاسو ته راشي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه الله جل جلاله  ته په سجده شو له سجدي وروسته يي غازيانو ته وويل همدا اوس د بَعْلَبَكْ په ښار سخته ويروونکی حمله وکړئ چي باقي پاتي خلک هم وويریږې او سولي ته غاړه کيږدی غازيانو بي له ځنډه وسلي را واخستې او په ښار يي بريد وکړ ښار د تکبير آوازونو ولړزاوه غازيان له هري خوا تري را تاؤ شول! د مِرْقَال بِن عُتْبَه رضي الله عنه   په نوم يو تن د بَعْلَبَكْ دښار خلکو ته ورغلو او د جنرال هَرْبِیْس خبره يي ورته واوروله هغه ورته وويل همدا اوس مو وخت دي خپل ځانونه او مالونه د سولې په کولو وژغورئ که مو له سولې انکار وکړ، الله جل جلاله خپل نبي صلي الله عليه وسلم ته ويلي چي کاميابي زمونږ په برخه ده د بَعْلَبَكْ خلکو چې دهغه خبري واوريدي مخونه يي په خاورو سپيره کړل مخونو ته يي څپيړی ونيولي زړونه يي له ويرې ولړزيدل دومره طاقت پکې نه ؤو چي وسلي ته لاس کړي هغوي په چغو ژړل په ژړا ګانو کی يي ويل جنرال هَرْبِیْس مونږ تباه کړو که مو اوله سوله کړي واي ښه به وه ۔ مسلمانانو د بريد کړئ ورباندي راتنګه کړه له ښار چاپيره د تکبيرونو آوازونه په زیاتيدو شول أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه  چې پوي شو جگړه تيزه  شوه هغه استاذي يي بيرته سَعِيْدْ بِن زَيْد رضي الله عنه  ته وليږلو ورته يي وويل جنرال هَرْبِیْس دلته راوله کوم امان چې تا ورکړي ماته قبول دي مونږ وعده ماتوونکي نه يو استاذي چي سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه ته بېرته ورغلو  خبره يي ورته وکړه سعيد بن زيد رضي الله عنه په خپل ځاي يونفر مشر وټاکلو او د جنرال هَرْبِیْس سره راوان شو هغه يي د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي ودرولو  جنرال هَرْبِیْس او ملگرو چي د غازيانو د تکبيرونو آوازونه واوريدل يو خوا بل خوا يي وکتل غازيانو ته ځير شو بيرته يي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه  ته مخ را واړوو هَرْبِيْس سر وخوزاوه ګوتې  يي خوله کي  وچيچلی أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ترجمان  ته وويل ورته ووايه څه پيښه ده چې سرڅنډي او ګوتي چيچې داسي بريښی يو څه يي له لاسه وتلي وي ترجمان هَرْبِيْس ته د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه  خبره وکره هغه ورته وويل زما دي په مسيح عليه السلام قسم وي مافکر کولو تاسو به له کاڼو او شگو زيات وي کله چې تاسي زمونږ سره جگړه پيل کړه مونږ زيات خلك ليدل چې په تيزو آسونو به سواره وه زيړ بيرغونه به يي لاسونو کي وه شني جامي به يي په تن وي اوس چي زه ستاسي ملگري گورم نه درسره زيړ بيرغونه شته او نه مو شني جامي  شته ايا  تاسو هغوي دعَيْنَ الْجُوْز ولايت فتحې ته ليږلي يا مو د جُوْسِيَّهْ ولايت فتحې ته ليږلي هغه خلك څه شول هغه ځواک ډير پياوړي ؤو مونږ  يي سخت په تشويش کي اچولي يو ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه  ورته وويل مونږ سره الله جل جلاله د ملائکو په ذريعه مرسته کوي اوستاسو په نظر کي مونږ زيات راولي او زمونږ په نظرکي تاسو کم راولي مونږ سره الله جل جلاله د بدر په  غزا کي هم په ملائکو مرسته کړي وه اول یې (1000)زرتنه وي بيا دري(3000) زره شوي بيا پنځه(5000) زره شوي همدغه د الله جل جلاله مرسته ده چې لوي لوي ښارونه مونږ فتح کوو ۔ جنرال هَرْبِيْس ته چې  ترجمان خبره وکړه هغه وويل همدغه وجه ده چي تاسو هغه ښارونه فتح کړه چې فارسيانو ترکيانو او جرموقيانو ورباندی پخوا  يرغلونه کړي وه  هغوي ناکام او شرمنده چګتللي او ستاسي آسونو ټول ښارونه پايمال کړل مونږ هيڅکله دا فکر نه کاوه چي مونږ به ناکام شو دلته داسي لوئي لوئي کلاګاني دي چې ستاسي هيڅ شئ ھم ورباندي اثر نکوي دغه مضبوطه کلا چي تاسي گورۍ دا حضرت سليمان عليه السلام په  خپلو لاسونو جوړه کړي دا دهغه د سلطنت ځاي ؤو دلته دهغه ټولي خزاني پرتي وي که مونږ تيروتنه نه واي کړي په تاسو پسي در وتلي نه واي او دغه کلا کي پاتي شوي واي هيڅکله به تاسو په مونږ کامياب شوي نه واي او نه به مونږ روغه درسره کړي واي که تاسو سل (100)کاله هم محاصره کړي واي مونږ درسره جنګيدلاي شو خو اوس اوبه له ورخه تيري دي اوس چي تاسو روغه راسره کوي مونږ يي هم مجبورا کوو که تاسو دا کلا فتح کړه نو زما دي په انجيل قسم وي چی دشام هيڅ ښار

🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/18/2025, 7:05:52 PM

يي بازار جوړ کړي ؤو د بَعْلَبَكْ خلك په دغه تجارت زيات خوښیدل ځکه چې زمونږ په غازيانو کي دوکه درواغ بالکل نه وه خيانت اوظلم مو نه کولو ښه اخلاق مو لرل د چا ناموس ته غله نه ؤو او  لږ وخت کي د بَعْلَبَكْ خلکو زيات ګټه راڅخه وکړه د بِعْلَبَكْ والي جنرال هَرْبِيْس چې د خلکو په تجارت کې زياته ګټه وليدله او خلکو ورته د مسلمانانو صفتونه وکړل نو هغه په يوه مشهوره کَنِيْسَه کې ټول لوي لوي مشران او جنرالان راجمع کړل۔ نوربيا " راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:۔ فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلداول(191:192:193)

🫀 1
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/22/2025, 3:06:38 PM

جنرال هَربِيس چې دهغه خبري واوريدي زيات جذباتي شو هغه وويل زما دي په مسيح عليه  السلام او انجيل قسم وي که د استاذي وژل عيب نه واي مابه ته وژلي واي تا دومره جرأت څنګه وکړ چې زما په وړاندي دي د مسلمانانو  صفتونه بيان کړل بيا يي جوابي ليك وليکلو د کفر له کلمو ورسته يي وليکل اي مسلمانانو مونږ ته ستاسي دتهديد څخه ډك ليك راورسيده مونږ داسي نه يو لکه دشام د نورو ښارونو خلک مونږ مضبوطي کلاګاني لرو چي د اوسپني غټي او قوي دراوزي لري زيات طاقتور پهلوانان او زياته وسله لرو هرقل زمونږ زيات خيال ساتي او د مشکل په وخت مرسته راسره کوي   مونږ نه ويریږو جنگ ته اماده يو ۔ بيا يي غلامانو ته وويل دا استاذي په ديوال بيرته ورکوز کړۍ هغوي بیرته په دیوال  راښکته کړو او  أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته يي ليك راوړو أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چې ليک ولوست نو خپل بهادر غيرتي أتل غازيان يي څلور برخې کړل يوه برخه يي مُسَيَّب بِن نَجِيْبَة اَلفَرَازِي رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي بَابَ الصَّغِير یا وړی ړروازی سره نژدي بَابَ الْجَبَلْ دغره دروازی سره مقرر کړل بله ډله غازيان يي مِرْقَالْ بن هِشَام بِن عُقْبَه بن اَبِي وَقَّاصْ رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي بَابْ رُسْتَقْ یا رُسْتَقْ دروازی  ته وليږلو بله ډله غازيان يي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي باب الشام یا دشام دروازه  ته وليږلو او خپله  دخالد بن وليد رضي الله عنه او  نورو أتلو غازيانو سره باب الصغير سره ديره شو بيا يي له څلورو خواؤ د جنگ امر ورکړ له هری خوا جنگ په شدت سره شروع شو د روميانو غشي به مسلمانانو په ډالونو دفع کول او مسلمانانو به هغه رومي عسکر ويشتل چې په ديوالونو وه ټول ورځ سخت جنگ  روان ؤو چې ماښام شو ټول خپلو ځايونو ته ستانه شول کله چې شپه تيره شوه خالد بن وليد رضي الله عنه ټول غلامان راټول کړل هغوي ته يي وويل توري درسره واخلۍ او د حمص د ښار د لوئي کلا ديوالونه په تورو وھي او د هغوي له غشو ځانونه په ډالونو ساتۍ   أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چې وليدل نو خالد بن وليد رضي الله عنه ته يي وويل ددوي جگړه به زمونږ څخه غير هيڅ  ګټه ونکړي ۔ خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل زه پوهيږم چې څه کوم ته فقط زما مخالفت مه کوه  أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دي کې څه راز دي چې فقط غلامان ورليږې ۔ خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل دي کې دغه راز دي چې هغوي وګوري چي فقط غلامان  جګړي ته ورغلي نو هغوي به پوي شي چی مونږ ځان د هغوي د جګړي وړ نه ګڼو او دهغوي هيڅ قيمت زمونږ په زړونو کی نشته د هغوي غرور به مات شي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل سمه ده چې څه دي خوښه وي هغه وکړه الله جل جلاله دي وکړي چی دغه جنګي تکتيك مو بريالي شي خالد بن وليد رضي الله عنه څلور زرو (4000) غلامانو ته امر ورکړ چې په روميانو حمله وکړي او زر(1000)تنه غازيان يي دهغوي شاته مقرر کړل چي له شا به يي تاسو څارنه کوۍ۔ نوربيا راسره اوسۍ ليکوال حبل الله المتين۔فتوح الشام للمحمد بن واقد الواقدي جلد اول(196:197:198:)

🫀 1
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/22/2025, 12:29:05 PM

{   88   } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {88}برخه : د عَبدَالرحمن بن مُسلِم  اَلرُّبْعِې څخه روايت دې چي کله د بَعْلَبَکْ ښار فتح شو زه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه سره موجود وم چي مونږ له بَعْلَبَك څخه روان شو  لاره کې يو ځاي ته  چې د زَرَاعَةْ په نوم ياديدو ورسيدو : أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه خپل لښکر تقسيم کړو پنځه زره(5000) أتل غازيان يي مَيْسَرَه بن مَسرُوقَ الْعَبْسِي رضي الله عنه ته ورکړل هغه ته يي وويل ته دغه بيرغ چې تور رنگ يي لرلو او سپينې کرښی پکي وي واخله او د حِمَصْ په طرف ځان رسوه مونږ په ترتيب درپسي يو هغه روان شو خالد بن وليد رضي الله عنه چې له وړاندي خپلو أتلانو سره موجود ؤو هغه  ورته لاري ته راووتلو دهغوي هرکلي يي وکړ يو  تربل يي غاړه ورکړه او د بَعْلَبَك دفتحې مبارکياني يي يوبل ته ورکړي ورپسي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ضرار بن الأزور رضي الله عنه ته بيرغ ورکړو او د پنځو زرو(5000) أتلو غازيانو سره يي د حمص په طرف وليږلو  هغوي ته  هم خالد بن وليد رضي الله عنه تود هرکلي وکړ ورپسي أبوعبيده هامر  بن الجراح رضي الله عنه عَمْرُوبْنُ مَعْدِيکَرِبَ اَلزَّبَيْدَي رضي الله عنه د خپلو غازيانو سره وليږلو هغه ته هم خالد بن وليد رضي الله عنه ولاړ ؤو تر ټولو اخر أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه پاتې أتل غازيان ځان سره روان کړل او حرکت يي وکړ کله چې د حَمْص دښار په طرف ورښکاره شو نو دعاء يي وکړه چې یا الله جل جلاله زر تر زره دغه ښار زمونږ په واسطه  فتح کړي او کافران ذليل او شرمنده کړي بيا وړاندي روان شو چې خالد بن وليد رضي الله عنه  ورته د خپلو أتلو غازيانو سره ولاړ ؤو يو بل ته يي د بَعْلَبَکْ دفتحې مبارکياني ورکړي دوي چي د يوي اوږدې جګړي محاصری او سفر څخه ستړي وه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته د ارام کولو امر ورکړ او خپله يي يو ليك د حمص والي ته وليکلو له {بسم الله الرحمن الرحیم }۔درود او ثناء څخه وروسته يي ورته وليکل زه د اميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه  لخوانه د أتلو غازيانو أمير أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه يم زه تاسو ته نصيحت کوم چې مونږ مسلمانان د هرچا خير غوښتونکي يو مونږ جنگ او جګړه نه خوښؤو مونږ تاسو ته بلنه درکوو چې اسلام ته غاړه کيږدئ سر او مال به مو په حفاظت کي شي ټول واك او أختيار به ستاسي په لاسونو کې پاتي شي مونږ به فقط  يو څو عالمان درته د ښوونکو په په توګه پريږدو چې تاسي ته ددين تعليم  درکړي نور به مونږ درڅخه وکوچيږو تاسو سره هيڅ غرض نلرو که اسلام راوړل مو خوښ نوي نو جزيه ومنۍ مونږ ته جزيه راکوۍ مونږ به فقط دومره غازيان دلته پريږدو چی له تاسي جزيه راټولوي نور به ستاسي د سر مال حفاظت زمونږ په غاړه وي ستاسي دښمن به زمونږ دښمن حسابیږې که دا هم نه منۍ او جنگ ته مو زړه کيږې نو واورئ له تاسو زيات قوي خلك او لوي ښارونه زمونږ أتلو غازيانو فتح کړل اوس هغوي ذليل او خوار دي خو هغه چې سوله يي کړي په امن کی پاتي دي تاسو په خپل قوت او طاقت غرور مکوئ په خپل لاس ځانونه د هلاکت کندي ته مه غورځوۍ مونږ ستاسي شکست داسي ګڼو لکه څوك چي کټوئ کي غوښه واچوي اور ورپسي بل کړي فقط د پخيدلو انتظار کوي چی ويي خوري ۔    أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ليك يو معاهد نصراني ته  ورکړ هغه په عربي او رومي ژبو پوهيدلو هغه ته يي وويل دغه ليك  د حمص والي ته  چې دا هم هربيس نوميږې ورسوه او بيرته جواب تري راوړه هغه معاهد ليك واخست او لاړو کله چې د حمص دښار لويي کلا ته ورسيدو چيرته چي دغه دوهم جنرال  هَربِیس ميشت یا هستوګن  ؤو نو ساتونکو يي له ديوالونو وليدو هغوي اراده وکړه چې په غشو يي وولي خو استاذي ورته وويل لاسونه له غشو ويشتلو ونيسۍ زه د عربو استاذي يم ليك مي راوړي او د حِمْص والي جنرال هَربِيس ته يي ورکوم هغوي لاسونه ونيول هَرْ بِيس يي خبر کړ هغه اجازه ورکړه  هغوي د ښار په ديوال رسۍ را وځړوله هغه معاهد  ځان پسي وتړلو او هغوي پورته کړو د حِمْص والي ته يي بوتلو هغه ته يي ليك وکړو هغه ليك ولوست بيا يي ورته وويل ايا تا خپل نصراني دين پريښی او دهغوي ته اوښتي يي ۔ استاذي ورته وويل نه زه په خپل دين يم ماته هغوي امن راکړي مسلمانان زيات غيرتي قدردان زړور خلك دي د هيچا په مال ځان او ناموس تيری نه کوي هغوي زيات وفادار دي کله چې وعده وکړي د سر په بيه يي هم نه ماتوي خو په جنګ کی دومره   تکړه دي چی هيڅ له مرگ نه ويریږې هغوي په خپل مرګ افتخار کوي يوبل ته دشهادت مبارکياني ورکوي دوي له تاسو زيات قوي پهلوانان خاورو ته وليږل زه ستاسي خير غوښتوني يم زما خبر ومنۍ او له جنگ جگړي تير شۍ ۔

🫀 2
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/17/2025, 2:02:56 AM

او کلا به درته ټينگه نشي ۔ ترجمان چي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه  ته د هربيس خبري ترجمه کړي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه  وفرمايل ثناء اوصفت هغه الله جل جلاله لره دي چي مونږ يي ستاسي د سلطنت مالکان کړو او تاسي يي ذليله کړي ستا له خبرو معلوميږې چي تا زمونږ څخه امان په دروغه غوښتي ؤو خو الله جل جلاله رسوا کړی اوس به دغه ښارونه مونږ په زور نيسو ستاسي عسکر به وژنو او خلك به اسيران کوو څوك چې دجگړي اراده لري هيڅکله دي سوله راسره نه کوي اوس به ته جزيه مني او  ځان به ذليله گڼي مونږ ته به  هرکال جزيه راکوي ۔ بيا أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه  وويل" لاحول ولا قوة الا بالله العلي العظيم " نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:۔ فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلداول۔(185:186:187) ۔

🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
2/13/2025, 9:33:08 AM

*‏د ټرامپ تر وروستیو څرګندونو پوري.* په څلور سوه أو دوه نوي هجري کي صلیبیانو بیت المقدس هغه مهال اشغال کړ چې مسلمة أمت سخت له داخلي تشنج أو تفرق سره مخ وو، د وخت د اسلامي حاکمانو بې کفایتي أو پر منصبونو باندي د دوی حرص له یوې خوا ، أو پر وړاندي یي د بغاوتونو لړۍ له بلي خوا أمت په خپل مېنځ کي سره وېشلی وو، د اسلام د ضعف حالت وو ، د صلیب لښکرو په خورا اطمنان القدس اشغال کړی وو، په همدې شرائطو کي یي د أزادۍ هڅې هم کېدلې خو کومه ثابته نتیجه یي نه درلودل، لکه د عماد الدین الزنکي را پورته کېدل چې د زنکیة دولت مؤسس بلل کېږي، دی په داسي مهال را پورته شو چې مصر د فاطمینو په لاس کي وو، شام ټوک ټوک وو لکه أوس، عماد الدین الزنکي لومړی د مسلمانانو د اتحاد أو یو والي پر تدابیرو باندي کار شروع کړ ، بیا به وروسته القدس آزادوي، خو مقصد ته تر رسېدو څخه مخکي په ـ ۵۴۱هج ـ کي عماد الدین الزنکي د يوې دسیسې په نتیجه کي د خپل ساتونکي لخوا شهید شو ، له ده وروسته یي مسیر خپل ځوی نور الدین الزنکي تعقیب کړ ، ډېري قلاګانې ، ښارونه ، أو جنګي مرکزونه یي له دښمن څخه ونیول، بیا یي د أقصیٰ د حریت پلان ترتیب کړ خو مخکي تر دې چې خپل مقصد ته ورسېږي په ـ ۵۶۹هج ـ کي وفات سو ، له ده وروسته یي ځای ناستی صلاح الدین أیوبي منتخب سو ، د فرنګیانو سره یي د جهاد لړۍ شروع سوه ، آن تر دې چې نوبت د ـ حطین ـ و معرکې ته ورسېد ، په دې جنګ کي د مجاهدینو تعداد پنځه وېشت زره أو د فرنجیانو تعداد درو شپېته زره وو، د معرکې جزئیات ډېر دي خو خلاصه دا چې مجاهدین کامیاب شول ، د فرنجیانو دېرش زره ووژل سوه أو دېرش زره أسیران سول، د حطین وروسته صلاح الدین د شپیته زرو مجاهدینو په ملتیا القدس محاصره کړ ، وروسته تر دوولس ورځنۍ محاصرې په القدس کي صلیبي قمندان جنرال دانیال صلحې ته غاړه کېښودل، په ـ ۵۸۳هج ـ کي یي القدس فتح کړ ، وروسته تر ـ ۹۰ ـ کلونو یي د لومړي ځل لپاره لمونځ د جمعې پکښي أداء کړ. دا تاریخي ګذشت تقریبا هو به هو بیا را تکرارېږي، أمت ټوته ټوته دی، عرب رهبران و دښمن ته د متوجه کېدو پر ځای د هغوی په غلامۍ کي مسابقه سره کوي، خو په عین حال کي بیا هم د وخت عماد الدین الزنکي ـ سنوار ـ أو نور الدین الزنکي ـ اسماعیل هنیة ـ د القدس د آزادۍ مبارزه کول ، دا چې نوبت به کله د صلاح الدین راځي ان شاءالله لیري نده ، د ټرامپ لخوا د فلسطنیانو د اجباري مهاجرت طرحه د هماغه صلیبي جنګونو تسلسل دی، خو ان شاءالله بریا به د اسلام وي، لکه څنګه چې یي أباء أو أجداد د اسلام په څپېړه ووژل شوه ، د دوی برخلیک به هم هماغه وي باذن الله. *عبدالرحمن محمود*

❤️ 🫀 💯 7
Link copied to clipboard!