🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 3, 2025 at 02:49 AM
يده ابن الجراح رضي الله عنه وويل زه ويده وم چي رسول الله صلي الله عليه وسلم په زوره زوره وخوزولم راته يي وويل اي د جراح ځويه ملگري دي سخت حالت کي دي ته ولي تري ناخبره اوغافله يي زر په خالد بن وليد رضي الله عنه پسي ولاړ شه هغه باندي دښمن شاو خوا راتاؤ شوي او محاصره دي ۔ غازيانو زر زر وسلي واخستلی او دشپي په بيړه روان شول أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه تر ټولو وړاندي روان ؤو چې يو تن په آس سپور د لکه برق ترټولو وړاندي شو أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه ملگرو ته وويل دغه کس باندي غږ وکړي آسونه  ورتيز کړي هغوي ورپسي آسونه خوشي کړل خو راګير يي نکړ أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه فکر وکړ چي کيداي شي دا يوه ملائکه وي بيا يي هم ورپسي غږ وکړ اي زړور أتله په خپل ځاي ودريږه مخکي مه ځه هغه ورته ودريده أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه چي ونژدي شو ورته يي وکتل هغه أم تميم رضي الله عنها د خالد بن وليد رضي الله عنه ميرمن وه أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه ورته وويل څه مجبوره کړي يي چی له مونږ وړاندی روانه يي هغي ورته وويل اي زمونږ اميره کله چي تا غږ وکړو چي خالد بن وليد رضي الله عنه محاصره دي نو ماته شك پيدا شو چي هغه برکتي خولۍ نوي پريښي ما هغه خولۍ ولټوله تري هيره شوي وه دغه خولۍ کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم ويښتان مبارك دي خالد بن وليد رضي الله عنه سره چي دغه خولۍ وي کله هم ناکام شوي ندي ۔ نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين: فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلد اول(167:168:169)
❤️ 🫀 3

Comments