
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 4, 2025 at 10:34 AM
*فتوح شام77درس*
د أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې"(77)برخه"
د خالد بن وليد رضي الله عنه ميرمن أم تميم رضي الله عنها فرمائي زه د مذحج او نورو عربو قبيلو د ښځو سره روانه شوم مونږ چې کله د جنگ ميدان ته ورسيدو مونږ ته فقط تورې ډالونه بريښيدل چي پړقيږې او دتورو آوازونه دي د خالد بن وليد رضي الله عنه او ملگرو ئي هيڅ درك نشته نو أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه د تکبير چغې کړي ورسره ټولو أتلو غازيانو هم د الله اکبر چغې ووهلي او ټول لکه وږې زمريان ميدان ته ورګډ شول "
درافع بن عميره الطائي رضي الله عنه څخه روايت دي چې مونږ نور له خپل ژوند ناهيلي شوي ؤو چي د تکبيرونو آوازونه مو ترغوږونو شول غازيان په دښمن له هری خوا راتاؤ شول دښمنانو له ويري بغارې وهلي خو غازيانو تري سرونه پريکول ۔
د مصعب بن محارب اليشکري رضي الله عنه څخه روايت دي ما د ښمن وليدلو چې د تکبيرونو په آوازونو يي دتيښتي کوشش کولو او خالد بن وليد رضي الله عنه مي تر سترگو شو چي سخت جنگ کوي او غوږ يي د تکبير آوازونو ته نيولي چې له کومي خوا راځي دغه وخت کي په آس سپور يوتن د کفارو په صفونو کي ورګډ شو هغوي تري يو خوا بل خوا وتښتيدل تر هغي چي له مسلمانانو لري لاړل او مسلمانان په منډه يو له بل سره نژدي شول دغه وخت کي هغه په آس سپور شخص چي کافران پسي وزغلول نو د آس واګې يي د خالد بن وليد رضي الله عنه په طرف ور وگرځولي
خالد بن وليد رضي الله عنه هم ورمخي ته شو ورته يي وويل اي أتل ځوانه رحمتونه درباندي شه زياته توره دي وکړه څوک يي هغي مخ ورته ښکاري کړو ورته يي وويل أباسليمانه زه ستا ميرمن أم تميم رضي الله عنها يم په تا د الله جل جلاله امتحان ؤو چي دغه برکتي خولۍ درڅخه پاتي وه ځکه ستا بري وځنډيدو بيا يي خولۍ خالد بن وليد رضي الله عنه ته ورکړه هغه چې خولۍ واخستله د ستوري پشان روښنايي تري پورته شوه خالد بن وليد رضي الله عنه وکتل چي نور غازيان هم د أتلانو پشان په کافرانو راتاؤ دي خالد بن وليد رضي الله عنه هم په صفونو ورننوت دمخي صفونه يي مات کړل هغوي شاته منډي کړي او د شا کسانو تيښته غوره کړه تر ټولو اول د تښتيدونکو په صف کي جبلة بن ايهم خبيث ؤو ورپسي نصراني عربان وه مسلمانانو غازيانو تريو ځاي تعقيب کړل ميدان يي له مړو شو جسدونو ډك ؤو أتل غازيان بيرته تري راغلل او د أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه تر بيرغ لاندي سره يوځاي شول ټولو يو بل ته دفتحي مبارکياني ورکړي او دهغوي په سلامتيا يي شکر وويستلو چې يو هم شهيد نه ؤو أبوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه خالد بن وليد رضي الله عنه ته وويل په والدينو مو رحمتونه شه ښه زړونه مو پري يخ کړي بيا يي وويل زما خو دا رايه ده چي همدا اوس په قنسرين او عواصم ښارونو حمله کوو هغوي په ويره کې دي ډير زر به بريالي شو ان شاءالله۔
ټولو ورسره ومنله او تکړه أتلان يي انتخاب کړل او د عياض بن غانم الاشعري رضي الله عنه په مشرۍ يي وړاندي روان کړل غازيانو په تيښته خوړلي دښمن په قنسرين کي دننه حمله وکړه او دهغوي په وژلو يي شروع وکړه د ښار خلکو چغی بغاري وهلي خپلو کلاګانو ته دننه شول او له برجونو يي چغي وهلي مونږ سره روغه وکړۍ مونږ جزيه منو ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه امر وکړو او هغوي سره يي په هر نفر څلور درهمو جزيه باندي تعهدنامه وليکله ورپسي يي د عواصم ښار هم فتحه کړ په هغوي يي هم جزيه ومنله ۔
نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:
فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلد اول(170:171:172)
❤️
🫀
3