🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 9, 2025 at 02:28 AM
په شعبان میاشت کي اعمال پورته کېږي!
- د ټول کال اعمال یو ځای په شعبان میاشت کي پورته کېږي، لکه څنګه چي رسول الله ﷺ فرمایلي: «دا هغه میاشت ده، چي اعمال په کښي رب العالمین ته پورته کېږي.»
- نو مسلمان باید په یاد ولري، چي د ده ټول اعمال، ښه وي که بد، په دې میاشت کي الله تعالی ته پورته کېږي، نو باید فکر وکړي، چي څه شی یې رب ته پورته کېږي!؟
- له همدې امله، مستحب ده، چي مسلمان په دغه مياشت کي خپلو اعمالو ته متوجه سي او خپلي نیکۍ زیاتي کړي.
📚کتاب: د شعبان میاشت کي ۳۲ مهمي ګټي
🫀
❤️
3