🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 11, 2025 at 08:26 AM
د مؤمنانو مور (عائشة رضي الله عنها) وايي: نبي عليه السلام مې خوشاله وليد، ورته ومې ويل: د الله رسوله، زما لپاره خو د الله ج څخه دعاء وغواړه. ويې ويل: [يا الله، عائشې ته د هغو ګناهونو بښنه وکړه چې مخکې يې کړي دی، يا يې وروسته کوي، هغه ګناهونه چې پټ يې کړي دي او يا يې ښکاره کړي دي.] عائشې رضي الله عنها وخندل، تر دې سر يې لۀ خندا ښکته کړ. نبي عليه السلام ورته وويل: زما پۀ دعاء خوشاله شوې؟ ويې ويل: زۀ به نو ولې نۀ خوشالېږم؟! نبي عليه السلام وويل: [قسم پۀ الله، زۀ د هر لمانځه وروسته خپل أمت ته همدا دعاء کوم.] 📝 رواه إبن حبان 💔😢
🫀 2

Comments