🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 11, 2025 at 08:26 AM
يو عبقري أو ذهین انسان وي خو په هند کي د غوایي عبادت کوي ، بل جراحي ډاکټر وي خو ملحد وي، د الله رب العزت د قدرت و هغه أثارو ته نه متوجه کیږي چې رب جل جلاله په انسان کي ایښي دي ، بل د یوې لویې جامعې دکتور وي خو د میراث پر هغه تقسیم چې رب تعالىٰ وضع کړی، اعتراضونه کوي، یو بل د عربي ژبې أدیب وي مګر د قرآن کریم فصاحت أو بلاغت نشي درک کولای، د قرأن پر بلاغت تعصبي نقدونه كوي. أو له بل أړخه بیا یو فقیر أو عادي سړی د سهار په یخ کي و مسجد ته روان وي ، أو بل بیا یوه عمر رسیده بوډۍ وي چې نه لوست کولای شي، نه لیکل کولای شي ، مګر د شپې لمونځونه كوي، د ورځې نفلي روژې نيسي، یو بل څوک بیا کمزوری سپینږیری وي پر خپله أمسا د جماعت و لمانځه ته روان وي، د الله له قهره ویریږي، أو د رحمت أمید یي لري. دلته و دې خبرې ته متوجه شوم چې دا مسئلة تر أسنادو أو دکتورا وو پوري تعلق نلري، بلکي تر زړونو پوري تعلق لري. «فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى اَلْقُلُوب الْتِي فِي الصُّدُورْ» سترګې نه ړندیږي، په حقیقت کي هغه زړونه ړندیږي چې په سینو کي دي. مصرى ليكوال: دكتور مصطفى محمود
❤️ 🫀 4

Comments