🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 13, 2025 at 02:18 AM
{83} د أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې"{83}برخه : جنرال هربيس چي نورو جنرالانو ته وويل چې مسلمانانو ته  دوکه ورکوم هغوي ورته وويل اي مشره ته بايد‌ پوي شي چې د جوسيه ولايت والي هيڅکله ستا مرستي ته نه راځي ځکه هغوي هم لکه زمونږ هر وخت محاصري لاندي وي بله داده چي  مونږ خبر شوي يو چي هغه له اوله عربانو سره سوله کړي ځکه چي هغه سره دومره ځواک هم نشته چي د عربانو مقابله وکړي او د‌ عین الجوز والي هم ګمان نه کوو درته راشي ځکه چي د عين الجوز خلك تاجران دي ټول په شام کي  خواره واره دي هغوي به ھم سوله ورسره کړي وي نور تاته اختيار دي چي کوم کار  کي دقوم او ملك خير وي هغه وکړه له هغې وروسته جنرال هربيس په ديوال سر ورښکاره کړو په لوړ آواز يي وويل زه جنرال هربیس يم ايا څوك شته چي زما په خبرو پوهيږې ترجمانان سعيد بن زيد رضي الله عنه ته راغلل هغوي ورته وويل جنرال هربیس غواړي خبري درسره وکړي هغه ورته وويل ورشۍ ورته ووائي چي څه وايي هغوي ورغلل جنرال هربیس ورته وويل ستاسي مشر دي راشي  چي زه د خپل ځان او نورو د امن په باره کي ورسره خبري وکړم ترجمانان بيا سعيد بن زيد رضي الله عنه ورغلل چي جنرال هربیس غواړي تاسره خبري وکړي او وائي چی ته نژدې ورشي سعيد‌بن زيد رضي الله عنه ورته وويل  هغه کي څه کرامت دي يا دلوړي درجې خاوند دي چي زه ورشم که خبره کول غواړي نو ذليل او سرټيټي دي خپله راشي ترجمان لاړو جنرال هربيس ته يي وويل زمونږ مشر وائي که ضروروت يي وي  خپله دي راشي که ضرورت ئي نوي ندي راځي هربيس ورته وويل زه څرنگه په ديوال ورکوز شم زه خو هغه څوك يم چي تر اوسه مي ستاسي ډير خلک وژلي زه ويريږم چي مړ به مي کړي۔ ترجمان ورته وويل زه به امان تري واخلم مونږ چې يو ځل چاته امان ورکړو بيا په خپله خبره ټينګ ولاړ يو جنرال هربيس ورته وويل مونږ هم ستاسي د وفا او په عهد ودريدلو قصې آوريدلي دي خو زه غواړم د ټول قوم ښارونو اوکلو  تعهد او امن تري واخلم زمونږ او ستاسي ترمنځ زياتي ويني تويي شوي او ستاسي کرکه راسره پيدا شوي نو زه به يوتن دروليږم چي ستاسي امير څخه امن واخلي ۔ ترجمان راغي او سعيد بن زيد رضي الله عنه ته يي وويل جنرال هربیس غواړي يوتن راوليږې او لتاڅخه نورو ملگرو ته امن واخلي ۔ سعيد بن زيد رضي الله عنه ورته وويل را ودي ليږې چي هرڅوک راليږې هغه تر بيرته تللو په امان کي دی ترجمان بيرته ورغلو هربيس ته يي وويل جنرال هربیس يو نامتو مشر ته ورغلو هغه ته يي وويل ته ګوري چي مونږ بد حالت کي يو ورځ بعد به مونږ او زمونږ آسونه له ولږې تندې مړه شو سره سپين اوښځي به دمسلمانانو شي هغوي ته مرسته راځی او زمونږ مرستندوي نشته د هر ښار خلك په خپل غم ککړ دي يو له بله کومك نشي کولاي زه غواړم اوس ورسره سوله وکړم بيا يي په څه چل امير مړ کړم او دوي تباه او برباد کړم که کامياب نه شوم نو په روپيو به يي راضي کړم اوس فقط په څه چل ځان تري خلاصوم يا به انتظار وباسم چي ددوي او هرقل ترمنځ څه کيږې ۔ له هغي وروسته هغه استاذي په ديوال راښکته شو غازيانو سعيد بن زيد رضي الله عنه  ته وروست هغه غوښتل سجده ورته ولږوی خو سعيد بن زيد رضي الله عنه  منع‌ کړو غازيانو ونيو ورته يي وويل سجده مه لګوه استازي لدي برخورد څخه زيات ورخطا شو هغه وويل ولي مي له تعظیم له سجدې  منع  کوۍ ترجمانانو سعيد بن زيد رضي الله عنه  ته د هغه خبره وکړه سعيد بن زيد رضي الله عنه  ورته وويل مونږ ټول د يو الله جل جلاله بندګان يو سجده غير له الله  جل جلاله بل چاته نده روا که هغه د تعظیم وي که دعبادت هغه استازي وويل همدغه خبره ده چي تاسي ئي په ټوله دنيا برلاسي کړي ياست سعيد بن زيد رضي الله عنه ورته وويل څه لپاره راغلي يي هغه ورته وويل غواړم زمونږ قومندان جنرال هربیس ته امن درڅخه واخلم او وعده به نه ماتوي سعيد بن زيد رضي الله عنه ورته وويل څوك چي د چا مشري کوي هغه بايد داسي اخلاق ولري  چې هيڅ وعده ماته نکړي او مونږ خو مسلمانان يو هيڅ وعده خلافي نه کوو ورشه ورته ووايه هرهغه څوك چي وسله وغورځوي او د امان غوښتنه وکړي هغه ته امن دي ۔ له هغې وروسته استازي بيرته جنرال هربيس ته ورغلو هغه ته يي وويل ما امن درته واخستو او عربان په امن ورکولو  کي مضبوط دي وعده خلافي نه کوي خو پام کوه غدر او دوکه ونکړي چي دوکمار هميشه ذليل او خوار وي ۔ له هغې وروسته جنرال هربیس وريښمينې جامي وويستلي وړيني جامي يي واغوستلي تاج‌ او وسله يي لري کړه چپل يي پريښودل سرتور سر پښي ابلي د يو څو مشهورو کسانو سره له کلا راووت غازيانو سعيد بن زيد رضي الله عنه  ته حاضر کړو سعيد بن زيد رضي الله عنه الله جل جلاله ته په سجده پريوت هغه له سجدي وروسته وويل حمد اوثنا هغه رب جل جلاله ته ده چي لوي لوي جبابره کبرجن او قوي خلك يي سرتور سر پښي ابله زمونږ خپو ته راوستل دا ټول د غازيان او شهيدانو د سرښندني  او جهاد برکت ؤو: بيا يي جنرال هر
🫀 1

Comments