
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 13, 2025 at 02:19 AM
بيس ته وويل ايا غير له اوسه هم وړيني جامي اغوندي هغه ورته وويل زما دي په مسيح عليه السلام قسم وي چي دا مي اول ځل دي چي دغسي جامي اغوندم تر اوسه مي وريښميني جامي اغوستي اوس مي ځان ذليل وباله ځکه مي وړيني جامي واچولي ۔سعيد بن زيد رضي الله عنه ورته وويل
څه غواړي هغه ورته وويل زه غواړم سوله درسره وکړم هر څه چي غواړي هغه به درکړم او زما ددغه ملگرو او ښارونو په اړه درسره سوله وکړم
سعيد بن زيد رضي الله عنه ورته وويل ددغه ملگرو لپاره خو په يو شرط سوله درسره کوم چې وسله به ټوله مونږ ته سپارۍ که تاسو زمونږ دين قبول کړي نو هرهغه څه امتيازات چي مونږ ته دي تاسو ته هم درکول کيږې او که په خپل دين پاتي کيږې نو ژمنه به راسره کوي چي په مونږ به وسله نه اوچتوۍ او دتل لپاره به جنگ نه راسره کوي اونه به بل چاته مرسته ورکوۍ نو تاسو به له مرگ خلاص وۍ او دښارونو په باره کي زه څه نشم ويلاي زمونږ امير ابوعبيده ابن الجراح رضي الله عنه هلته دي هغه به فيصله کوي زه خو خبر نه يم کيدای هغوي بعلبك فتح کړي وي خو که ته غواړي هغه سره مخامخ خبري وکړي زه به تاهلته بوځم ترهغي به ته په امان کي يي که مو سوله وکړه ښه ده کنه نو تردي ځايه زما په امن کي يي زه دي بيرته تردغه ځايه راولم جنرال هربيس وويل سمه ده زه درسره ځم ۔
نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:۔
فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلداول(182:183:184)
🫀
1