
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 13, 2025 at 09:33 AM
*د ټرامپ تر وروستیو څرګندونو پوري.*
په څلور سوه أو دوه نوي هجري کي صلیبیانو بیت المقدس هغه مهال اشغال کړ چې مسلمة أمت سخت له داخلي تشنج أو تفرق سره مخ وو، د وخت د اسلامي حاکمانو بې کفایتي أو پر منصبونو باندي د دوی حرص له یوې خوا ، أو پر وړاندي یي د بغاوتونو لړۍ له بلي خوا أمت په خپل مېنځ کي سره وېشلی وو، د اسلام د ضعف حالت وو ، د صلیب لښکرو په خورا اطمنان القدس اشغال کړی وو، په همدې شرائطو کي یي د أزادۍ هڅې هم کېدلې خو کومه ثابته نتیجه یي نه درلودل، لکه د عماد الدین الزنکي را پورته کېدل چې د زنکیة دولت مؤسس بلل کېږي، دی په داسي مهال را پورته شو چې مصر د فاطمینو په لاس کي وو، شام ټوک ټوک وو لکه أوس، عماد الدین الزنکي لومړی د مسلمانانو د اتحاد أو یو والي پر تدابیرو باندي کار شروع کړ ، بیا به وروسته القدس آزادوي، خو مقصد ته تر رسېدو څخه مخکي په ـ ۵۴۱هج ـ کي عماد الدین الزنکي د يوې دسیسې په نتیجه کي د خپل ساتونکي لخوا شهید شو ، له ده وروسته یي مسیر خپل ځوی نور الدین الزنکي تعقیب کړ ، ډېري قلاګانې ، ښارونه ، أو جنګي مرکزونه یي له دښمن څخه ونیول، بیا یي د أقصیٰ د حریت پلان ترتیب کړ خو مخکي تر دې چې خپل مقصد ته ورسېږي په ـ ۵۶۹هج ـ کي وفات سو ، له ده وروسته یي ځای ناستی صلاح الدین أیوبي منتخب سو ، د فرنګیانو سره یي د جهاد لړۍ شروع سوه ، آن تر دې چې نوبت د ـ حطین ـ و معرکې ته ورسېد ، په دې جنګ کي د مجاهدینو تعداد پنځه وېشت زره أو د فرنجیانو تعداد درو شپېته زره وو، د معرکې جزئیات ډېر دي خو خلاصه دا چې مجاهدین کامیاب شول ، د فرنجیانو دېرش زره ووژل سوه أو دېرش زره أسیران سول، د حطین وروسته صلاح الدین د شپیته زرو مجاهدینو په ملتیا القدس محاصره کړ ، وروسته تر دوولس ورځنۍ محاصرې په القدس کي صلیبي قمندان جنرال دانیال صلحې ته غاړه کېښودل، په ـ ۵۸۳هج ـ کي یي القدس فتح کړ ، وروسته تر ـ ۹۰ ـ کلونو یي د لومړي ځل لپاره لمونځ د جمعې پکښي أداء کړ.
دا تاریخي ګذشت تقریبا هو به هو بیا را تکرارېږي، أمت ټوته ټوته دی، عرب رهبران و دښمن ته د متوجه کېدو پر ځای د هغوی په غلامۍ کي مسابقه سره کوي، خو په عین حال کي بیا هم د وخت عماد الدین الزنکي ـ سنوار ـ أو نور الدین الزنکي ـ اسماعیل هنیة ـ د القدس د آزادۍ مبارزه کول ، دا چې نوبت به کله د صلاح الدین راځي ان شاءالله لیري نده ، د ټرامپ لخوا د فلسطنیانو د اجباري مهاجرت طرحه د هماغه صلیبي جنګونو تسلسل دی، خو ان شاءالله بریا به د اسلام وي، لکه څنګه چې یي أباء أو أجداد د اسلام په څپېړه ووژل شوه ، د دوی برخلیک به هم هماغه وي باذن الله.
*عبدالرحمن محمود*
❤️
🫀
💯
7