
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 17, 2025 at 02:01 AM
{ 84 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قصې {84}برخه :
سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه د أَبُوْ وَقَّاصْ بِن عَوفَ الْعَدوي ځوي ور وغوښت ورته يي وويل اي د اَبُوْ وَقَّاصْ ځويه په منډه لاړ شه زمونږ أمير أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته د هغه څه په باره کې زيری ورکړه کوم چی ته ګوري او په بيړه ځواب راوړه ،
اَبُوْ وَقَّاصْ رضي الله عنه په خپل آس سپور شو او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته يي ځان ورساوه سلام يي ورته وکړو بیا يي ورته وويل زيري درکوم هَرْبِيْس له سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه څخه أمان وغوښت او اوس غواړي تاسو ته راشي
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه الله جل جلاله ته په سجده شو له سجدي وروسته يي غازيانو ته وويل همدا اوس د بَعْلَبَكْ په ښار سخته ويروونکی حمله وکړئ چي باقي پاتي خلک هم وويریږې او سولي ته غاړه کيږدی غازيانو بي له ځنډه وسلي را واخستې او په ښار يي بريد وکړ ښار د تکبير آوازونو ولړزاوه غازيان له هري خوا تري را تاؤ شول!
د مِرْقَال بِن عُتْبَه رضي الله عنه په نوم يو تن د بَعْلَبَكْ دښار خلکو ته ورغلو او د جنرال هَرْبِیْس خبره يي ورته واوروله هغه ورته وويل همدا اوس مو وخت دي خپل ځانونه او مالونه د سولې په کولو وژغورئ که مو له سولې انکار وکړ،
الله جل جلاله خپل نبي صلي الله عليه وسلم ته ويلي چي کاميابي زمونږ په برخه ده د بَعْلَبَكْ خلکو چې دهغه خبري واوريدي مخونه يي په خاورو سپيره کړل مخونو ته يي څپيړی ونيولي زړونه يي له ويرې ولړزيدل دومره طاقت پکې نه ؤو چي وسلي ته لاس کړي هغوي په چغو ژړل په ژړا ګانو کی يي ويل جنرال هَرْبِیْس مونږ تباه کړو که مو اوله سوله کړي واي ښه به وه ۔
مسلمانانو د بريد کړئ ورباندي راتنګه کړه له ښار چاپيره د تکبيرونو آوازونه په زیاتيدو شول أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه چې پوي شو جگړه تيزه شوه هغه استاذي يي بيرته سَعِيْدْ بِن زَيْد رضي الله عنه ته وليږلو ورته يي وويل جنرال هَرْبِیْس دلته راوله کوم امان چې تا ورکړي ماته قبول دي مونږ وعده ماتوونکي نه يو استاذي چي سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه ته بېرته ورغلو خبره يي ورته وکړه سعيد بن زيد رضي الله عنه په خپل ځاي يونفر مشر وټاکلو او د جنرال هَرْبِیْس سره راوان شو هغه يي د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي ودرولو جنرال هَرْبِیْس او ملگرو چي د غازيانو د تکبيرونو آوازونه واوريدل يو خوا بل خوا يي وکتل غازيانو ته ځير شو بيرته يي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته مخ را واړوو هَرْبِيْس سر وخوزاوه ګوتې يي خوله کي وچيچلی أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ترجمان ته وويل ورته ووايه څه پيښه ده چې سرڅنډي او ګوتي چيچې داسي بريښی يو څه يي له لاسه وتلي وي ترجمان هَرْبِيْس ته د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خبره وکره هغه ورته وويل زما دي په مسيح عليه السلام قسم وي مافکر کولو تاسو به له کاڼو او شگو زيات وي کله چې تاسي زمونږ سره جگړه پيل کړه مونږ زيات خلك ليدل چې په تيزو آسونو به سواره وه زيړ بيرغونه به يي لاسونو کي وه شني جامي به يي په تن وي اوس چي زه ستاسي ملگري گورم نه درسره زيړ بيرغونه شته او نه مو شني جامي شته ايا تاسو هغوي دعَيْنَ الْجُوْز ولايت فتحې ته ليږلي يا مو د جُوْسِيَّهْ ولايت فتحې ته ليږلي هغه خلك څه شول هغه ځواک ډير پياوړي ؤو مونږ يي سخت په تشويش کي اچولي يو ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل مونږ سره الله جل جلاله د ملائکو په ذريعه مرسته کوي اوستاسو په نظر کي مونږ زيات راولي او زمونږ په نظرکي تاسو کم راولي مونږ سره الله جل جلاله د بدر په غزا کي هم په ملائکو مرسته کړي وه اول یې (1000)زرتنه وي بيا دري(3000) زره شوي بيا پنځه(5000) زره شوي همدغه د الله جل جلاله مرسته ده چې لوي لوي ښارونه مونږ فتح کوو ۔
جنرال هَرْبِيْس ته چې ترجمان خبره وکړه هغه وويل همدغه وجه ده چي تاسو هغه ښارونه فتح کړه چې فارسيانو ترکيانو او جرموقيانو ورباندی پخوا يرغلونه کړي وه هغوي ناکام او شرمنده چګتللي او ستاسي آسونو ټول ښارونه پايمال کړل مونږ هيڅکله دا فکر نه کاوه چي مونږ به ناکام شو دلته داسي لوئي لوئي کلاګاني دي چې ستاسي هيڅ شئ ھم ورباندي اثر نکوي دغه مضبوطه کلا چي تاسي گورۍ دا حضرت سليمان عليه السلام په خپلو لاسونو جوړه کړي دا دهغه د سلطنت ځاي ؤو دلته دهغه ټولي خزاني پرتي وي که مونږ تيروتنه نه واي کړي په تاسو پسي در وتلي نه واي او دغه کلا کي پاتي شوي واي هيڅکله به تاسو په مونږ کامياب شوي نه واي او نه به مونږ روغه درسره کړي واي که تاسو سل (100)کاله هم محاصره کړي واي مونږ درسره جنګيدلاي شو خو اوس اوبه له ورخه تيري دي اوس چي تاسو روغه راسره کوي مونږ يي هم مجبورا کوو که تاسو دا کلا فتح کړه نو زما دي په انجيل قسم وي چی دشام هيڅ ښار