
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 17, 2025 at 02:02 AM
{ 85 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې {85}برخه :
ترجمان چي جنرال هَرْبِیْس ته د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د خبرو ترجمه وکړه نو هغه وويل رښتيا هم مونږ ته مسيح په قهر شوي چې تاسې يي دلته راوستلئ او په مونږ يي مسلط کړئ ما له تاسو سره په جګړه کې ډير وس وکړ ډير زيات مکرونه او چلونه مې جوړ کړه خو هيڅ ګټه يي ونکړه ځکه تاسو د يوی رهبرئ لاندي په يو اتفاق په يوبل مهربان او مُسَلَّطْ قوم ياست زما ټول طاقت کار ورنکړ او زه اوس روغې ته راغلم اوس زه غواړم ماسره داسي صلحه وکړئ چي د ښار خلك ټول په امن کي شي ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل اوس ووايه دسولی په بدل کي به څه راکړي هَرْبِيْس وويل ته څه غواړي چي زه هغه درکړم ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل که مونږ ته دغه ډك ښار له سرو سپينو سره راکړي زه يي ديو شهيد د وينو سره نه برابروم زه نه غواړم زما غازيان ووژل شي تاسي مونږ جنګونو ته مجبوره کړي يو خو بيا هم ځانله پدي تسلي ورکوم چي شهيدانو ته جنتونه او لوړي درجې شته ۔
هَرْبِيْس وويل زه به زر اوقيئ چي يوه اوقيه زر درهمه کيږې او په زر جوړو وريښمينو جامو درسره سوله وکړم ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه دهغه په خبره وخندل بيا يي خپلو غازيانو ته وويل تاسو څه واياست هغوي ورته وويل ورباندي زيات يي کړه چې ښه ذليل شي او بيا د جنگ تکل ونکړي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هَرْبِيْس ته وويل ته به په دغه شيانو راکولو راسره سوله کوي ۔
(1)دوه(2000) زره اوقيئ سره زر چي يوه اوقيه زر(1000) درهمه کيږې ۔
(2)دوه(2000) زره أوقيئ سپين زر ۔
(3)پنځه(500) سوه ستاسي د ښار جوړي شوي توري ۔
(4)ستاسي دهغه عسکرو ټول جنگي تجهيزات چي غره کي محاصره دي۔
(5)راتلونکي کال به دځمکي خراج هم راکوئ۔
(6)هرکال به جزيه هم راکوئ ۔
(7)لدي سولي وروسته به زمونږ په ضد وسله نه اوچتوئ ۔
(8)هيڅ کوم ملك سره به جنگي تړونونه نه کوئ او نه به دغه ښار کي نوي کَنِيْسَه يا ستاسي عبادتخانه ابادوئ۔
(9)دمسلمانانو خير به غواړئ د شر اراده به نلري ,
(10)دوه(2000) زره جوړي وريښمينی جامي به هم راکوي ۔
ترجمان چي جنرال هَرْبِيْس ته کوم شرطونه وخودل هغه وويل زه دغه ټولو ته تيار يم خو زه هم يو شرط لرم ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل وايه ستا شرط څه دي هَرْبِيْس وويل زه غواړم چي ستاسي يو نفر به هم ښار ته دننه نه داخليږې ته به ما په خپلو خلکو مشر وټاکي مونږ به د ضروري شيانو رانيولو لپاره له بازاره يو کوڅه راوباسو هغه بازار کي به هر هغه څه پيدا کيږې چي ښار کي دننه وي ته چي په مونږ کوم امير ټاکي هغه به خپلو ملگرو سره دښار نه بهر اوسيږې مونږ به جزيه خراج او هرڅه پخپله ورته راوړو زه ويريږم چي ستاسي ملگري ښار کي گرځي نو کوم مشر ته به سخته خبره وکړي او له هغي به جنجال جوړ شي وعده به ماته شي غدر به وشي ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل تاسو به زمونږ ذميان شي په تاسو که څوک غرض کوي مونږ هغوي سره هم جهاد کوو اوس ستاسي ذميانو ساتنه هم پر مونږ لازم ده او مونږ ته ستا شرط منظور دي مونږ ښارونو او عيش عشرت ته هيڅ اړتيا نلرو زمونږ امير به تاسو سره ديو سفير په حيث موجود وي ۔
جنرال هَرْبِيْس وويل بس سوله په همدي پاي ته ورسيدله وروسته هَرْبِیْس أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل رازه چي دښار دروازي درته خلاصي کړم دواړه روان شول کله چي د ښار ديوالونو ته ورسيدل روميانو ته يي په خپله ژبه څه وويل هغوي پوي شول چي هَرْبِيْس دي هغوي ورته وويل ستا ملگري څه شول هَرْبِيْس ورته ټول حقيقت تير کړو هغوي ته يي وويل زه سولي ته مجبوره شوي يم اوس مي سوله کړي بايد عملي شي هغوي ورته وويل په څه شي دي سوله کړي هَرْبِیْس ورته ټول وخودل هغوي چغي کړي هاي هوي واويلا يي جوړه کړه هغوي وويل هلاك شو تباه شو هغوي هَرْبِیْس ته یی وويل ته ورشه سوله وکړه مونږ عربانو سره سوله نه کوو مونږ ته ستا سوله منظور نده ۔
ترجمان چي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته د بَعْلَبَكْ د ښار دخلکو خبري ترجمه کړي نو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هَرْبِيْس ته وويل په خپله خبر کلك ودريږه کنه نو بيا غازيانو ته امر کوم چي جگړه شروع کړي ۔
جنرال هَرْبِيْس أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل تاسو صبر وکړئ که دوي زما خبره ونه منله زه تاسو ښار ته ورداخلوم ماته د ښار ټول پټ او ښکاره لاري معلومي دي بيا پکي ښي توري وچلوئ نر اوښځي ټول له تيغه تير کړئ ټول مالونه لوټ کړئ هيڅ مشکل نشته خو ماته اخري فرصت راکړئ چي زه دوي راضي کړم ۔
🫀
1