
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 17, 2025 at 02:02 AM
دښار په ديوالونو ناستو خلکو د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خبره واوريدله چي زه بيا جنگ شروع کوم هغوي وويريدل هَرٌبِيْس بيا ديوال ته ورنژدي شو هغوي ته يي وويل اوس تاسو څه واياست که سوله ونکړو اول خو زه دوي سره بندي يم ما وژني بيا هغه ټول خلك وژني چي دوي محاصره کړي هغوي ورته وويل نو مونږ به دومره ډير مالونه دوي ته له کومه ورکړو ۔
هَرْبِیْس ورته وويل تاسو مه ويریږئ د دغه مال څلورمه برخه يواځي زه ورکوم هغوي دده په خبره خوښ شول جنرال هَرْبِیْس ته يي وويل سمه ده مونږ يواځي تاته دروازه خلاصوو مسلمانان به يو هم نه راننوځي ۔
نوربيا: راسره اوسۍ شير يي کړي ترڅو مسلمانان خپل اتلان وپيژني :ليکوال"حبل الله المتين:۔
فتوح الشام لمحمدبن عمر بن واقد الواقدي جلداول(188:189:190 )
❤️
🫀
2