🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 18, 2025 at 06:55 PM
{   86  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {86}برخه : د بَعْلَبَكْ خلك د هَرْبِيْس په خبره خوښ شول چي عربان به ښار ته نه ننوځي هغوي دروازه خلاصه کړه دواړه ورداخل شول بيا يي هغوي ته وويل هغه کس چې مسلمانان يي په روميانو امير ټاکي هغه به د ملگرو سره له ښاره دباندي اوسیږې او تاسو به هغوي  ته دښار دباندي  بازار جوړوئ ترڅو مسلمانان له هغې بازار څخه د ضرورت شيان رانيسي ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه سَعِيد بِن زَيْد رضي الله عنه ته سړي وليږلو چي د هغه کسانو لار خوشې کړئ چي تاسو محاصره کړي او وسلې تري د ضمانت په طور ځانونو سره وساتئ سَعِيْد بِن زَيْد رضي الله عنه له هغوي وسلي ټولي کړي او  خوشې ئي  کړل، بیا یی  ورته وويل ترهغې به مونږ سره ياست ترڅو زمونږ امير  أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه بېرته له ښار څخه ستون شي هغوي بيرته أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  رخصت کړو بيا دولس(12) ورځې وروسته جنرال هَرْبِيْس هغه ټول مال راجمع کړو چې سوله ورباندې شوي وه هغه يي د أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي حاضر کړه چي هغې کې د أتلو غازيانو لپاره خوراکي شيان او د چارپايانو لپاره واښه اضافه ؤو بيا ئي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ته وويل اوس مې وعده درسره پوره کړه زما عسکر را خوشې کړه هغوي عسکر ورته راخوشي کړل چې له مسلمانو د ښه چلند ښې خاطرې يي لرلې بیا جنرال هَرْبِیْس وويل اوس هغه څوك راته وښايه چې ته يي په مونږ امير ټاکی ځکه چې مونږ ورباندې شرطونه ږدو چې ظلم به راباندې نه کوي داسې غوښتنې به راڅخه نه کوي چې چې زمونږ تر وس پوره نوي او ښار ته به مو نه را داخليږې ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دغه کارونه مسلمانانو کي نشته۔ بیا أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه د أتلو غازيانو څخه يو تن چې رَافِعْ بِن عَبدَالله اَلسَّهْمِی نوميدلو را وغوښت هغه ته يي وويل زه تا په دغه خلکو أمير ټاکم پنځه سوه سواره مجاهدين ستا له قوم څخه او څلور سوه مخلوط یا دمختلفو قومونو  مجاهدين در سره پريږدم زه تاته هغه امر کوم چې الله جل جلاله پري مأمور کړی يي له الله جل جلاله وويریږه او عدل کوه له ظلم او تيرې څخه ځان ساته که ظلم دی وکړ نو د قيامت په ورځ به ظالمانو سره راپورته کيږې پدی پوي شه چی د ذری ذری حساب به درسره کيږې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه آوريدلي چې الله جل جلاله موسي عليه السلام ته وفرمائل اي موسی عليه السلام ظلم ونکړي کنه نو تر ټولو اول به زه ستا کور درخراب کړم ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه زياته کړه زه تاته وصيت کوم چې خپل استخبارات شپه او ورځ په کار واچوه د ښار هر طرف ګزمه کوه تاسو د دښمن په منځ کی شتون لرئ زه په تا د ويښ غازي ګمان کوم بيدار اوسه د ساحل يا سمندر غاړي ته بيدار اوسه که چيرته د دښمن د کومې قافلې را ګرځولو ته تللي نو سل يا دوه سوه مُسَلَّح کسان ځان سره بيايه د ښار خلکو ته موقع مه ورکوه چي د ملگرتيا په بهانه ستا غازيانو سره ګډ شي او دښمنانو ته طمع پيدا شي چې حمله درباندي وکړي خپلو غازيانو سره ښه سلوك کوه ددوي په منځ کی د يو عادی شخص په شان اوسه ځان تري لوي مه بوله ملگري دي هم له ظلم ساته او دعدل کولو هدايات ورته کوه نور  الله جل جلاله تا وينې په الله جل جلاله مو سپارم مونږ درڅخه حرکت کوو ته هم دعاوي کوه مونږ يي هم درته کوو ۔ أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه د حِمَصْ په طرف أتل غازيان روان کړل لاره کې د عَيْنَ الْجُوْز ولايت والي ورته مخې ته راغلو هغه هم د سولې غوښتنه وکړه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه  ورسره د بَعْلَبَكَ دخلکو په نيمايي سوله وکړه او سَالَمْ بِن ذُوِيٌبَ السَّلَمِی رضي الله عنه يي ورباندي امير وټاکلو هغه سره يي هم مجاهدين پريښودل هماغه شان وصیت يي ورته وکړو کوم چی يي رَافِعْ بِن عَبَدَالله اَلسَّهْمِی رضي الله عنه ته کړي ؤو بيا أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه وړاندي روان شو چې لاره کې د رَأْس او کَفِيْلِي په نوم ځاي ته ورسيدلو نو د جُوْسِيِّهْ واکمن ورسره مخامخ شو هغه يي په طلب کې راوتلي ؤو هغه ورته زيات سوغاتونه راوړي وه هغه يي تري واخستل او د يو کال لپاره يي بيا ورسره سوله وکړه نور أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه مخکي روان شو ترهغې چې حِمَصْ ته ورسيدلو ۔ د حَبَّانْ بِن تَمِيْمَ الثَّقَفِي رضي الله عنه څخه روايت دي چې زه رَافِع بِن عبدالله اَلسَّهْمِې په ملگرو کې وم  چې کله  أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه له  مونږ څخه لاړو مونږ له بعلبك څخه د باندې خيمې ووهلی کله کله به د سمندر غاړي ته وتلو هلته به مو د هغه  روميانو  قافلي را ګرځولي چې په سوله کې به داخل نه وه او جنگ به يي غوښتلو مونږ به هغه غنيمت شوي مالونه په هغه کوڅه کې د بَعْلَبَكْ په ښاريانو خرڅول چی مونږ ته
🫀 1

Comments