🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 18, 2025 at 07:06 PM
{  87  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِثیې {87}برخه : کله چې جنرال هربيس د بَعْلَبَكْ دښار ټول مشران په يوه لويه کَنِیْسَة یا د نصاراؤ عبادتخانه  کی راغونډ کړل چې هغه د مشورو کولو لپاره جوړه شوي وه، نوټ ، اوس الحمد‌لله هغه کَنِيْسَه په يو لوي مسجد بدله شوي۔ نو هغوي ته يي وويل تاسو ګورئ چې ما ستاسي د سرونو د أمن په خاطر مسلمانانو ته څلورمه برخه مال ورکړو زيات تربرونه او قوميان مې ووژل شول اوس زه هم ستاسي پشان غريب شوم نه مال دولت لرم نه غلامان لرم نه وسله لرم اوس تاسو لگیا یاست مسلمانانو سره تجارت کوئ او زياتي ګټې مو وکړي هغوي ورته وويل د مطلب خبره کوه اوس ته څه وائي جنرال هَرْبِیْس ورته وويل زه غواړم تاسو ماته د خپلو مالونو څخه لسمه برخه راکړئ چې بيرته په خپلو خپو ودريږم او مالداره شم هغوي ورته وويل ايا د دولت خزانې تاسره ندي ايا هِرَقَل تاته هرڅه نه راليږې په بيت المال دي صبر نه کيږې اوس زمونږ له خولې زمونږ مالونه هم وباسي۔ هغوي ډير تري خفه شول خو بعضو درباري غوړه مالانو هغوي ته وويل ولي څه چل کيږې چې لسمه برخه وکړئ  مونږ بايد دغه برخه ورکړو اخر عام وګړي مجبور شول هغوي ومنله څه وخت پورې دغه کار روان ؤو هغوي لسمه برخه ورکوله هَرْبِيْس خوشحاله شو يو ځل بيا يي مشران کَنِيْسي ته د مشورې لپاره ور دعوت کړل بيا يي خپلي کارنامي او د ملت سره درواغجنه مينه ورته بيان کړه بيا يي ورته وويل زه په دغه لسمه برخه نه غلامان اخستلاي شم نه وسلي اخستلاي شم دغه کار به ډير وخت ونيسي ترڅو زه بيا پياوړي کيږم تاسو بايد زما نيکې هيره نکړئ او ماته دخپلو مالونو څلورمه برخه راکړئ ورسره درباري بوټ پاکانو  په مدّ اوشدّ دهغه خبره تأئيدوله چکچکي يي ورته وهلي  چې بايد تاسي څلورمه برخه ګټه جنرال هَرْبِيس ته ورکړئ هغوي يو دم په غصه شول خپلو ملګرو ته يي خبر ورکړو هغوي وسلي را واخستلي په جنرال هَرْبِيْس يي ناڅاپي حمله وکړه هغه يي د خپلو غلامانو او کاسه پاکانو سره ونيوه ټول يي ووژل او ټوټه ټوټه يي کړل د ښار دننه سختي چغې آوازونه شول ژړا شور او فريادونه شول! مسلمانانو چې دهغوي  شور واوريدو خپل مشر رَافِعْ بْنْ عَبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ته ورغلل چې ښار کي کومه لويه پيښه شوي د چغو ژړا او شور آوازونه راځي  رَافِع بِن عبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ورته وويل زه هم دغه شور او غوغا آورم خو مونږ هيڅ نشو کولاي تر څو دښار خلك دباندي راووځي او مونږ ته خبر راکړي دوي لا په همدي خبرو لګيا وه چې د ښار دروازه خلاصه شوه او مشران په منډه رَافِع بن عبدالله اَلسَّهْمِيْ رضي الله عنه ته راغلل هغوي ورته وويل جنرال هَرْبِیْس يو ځل په مونږ لسمه برخه مال کيښود هغه مو ورته ومنلو اوس يي بيا راته وويل څلورمه برخه مالونه به راکوئ مونږ په هغه انقلاب وکړو هغه مو د خپلو غلامانو او غوړه مالانو سره وواژه اوس مونږ دروازه بيرته کړي تاسو ښار ته داخل شئ  مونږ ته يو مشر وټاکئ مونږ ستاسي هر امر منو مونږ ته ستاسي غوره اخلاق عدالت غيرت  حُسْنِ سُلُوْک ټول  معلوم  دي مونږ پوهيږو چی تاسو به زمونږ مال دولت او ناموس په امن کړئ ۔ رَافِعْ بِن عَبدالله اَلسَّهْمِي رضي الله عنه ورته وويل في الحال زه هيڅ نشم کولاي ځکه چې مونږ وعده کړي چې ستاسي ښار ته به نه داخليږو زه اوس خپل امير أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته خبر ورکوم که هغه اجازه راکړه  بيا به ښار ته داخل شم رَافِع بن عبدالله اَلسَّهْمِي رضي الله عنه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته ليك وليږلو په ټول جريان يي خبر کړو هغه ورته اجازه ورکړه چې ښار ته داخل شه مونږ معاهده جنرال هَربِيس سره کړي او هغی کي ليکلي  چې بي اجازي به ښار ته نه داخليږو اوس چی ددوي د سر اومال د حفاظت او أمن مسئله ده ور داخل شئ بيا مسلمانان ټول ښار ته داخل شول ښار يي تر خپلي ولکې لاندي واخستو روميانو يي تود هرکلي وکړو هغوي د ګلانو ګيډئ ورته غاړو کی واچولي او د زياتي خوشحالۍ اظهار يي وکړ۔ دغسي دغه ښار د ډيرو جګړو او مرګونو وروسته مسلمانانو ته په لاس ورغلو او د امن ځانګو  تري جوره شوه۔ نوربيا راسره اوسۍ ليکوال حبل الله المتين۔فتوح الشام للمحمد بن واقد الواقدي جلد اول (194:195:196)
🫀 1

Comments