
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 22, 2025 at 12:29 PM
{ 88 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې {88}برخه :
د عَبدَالرحمن بن مُسلِم اَلرُّبْعِې څخه روايت دې چي کله د بَعْلَبَکْ ښار فتح شو زه أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه سره موجود وم چي مونږ له بَعْلَبَك څخه روان شو لاره کې يو ځاي ته چې د زَرَاعَةْ په نوم ياديدو ورسيدو : أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپل لښکر تقسيم کړو پنځه زره(5000) أتل غازيان يي مَيْسَرَه بن مَسرُوقَ الْعَبْسِي رضي الله عنه ته ورکړل هغه ته يي وويل ته دغه بيرغ چې تور رنگ يي لرلو او سپينې کرښی پکي وي واخله او د حِمَصْ په طرف ځان رسوه مونږ په ترتيب درپسي يو هغه روان شو خالد بن وليد رضي الله عنه چې له وړاندي خپلو أتلانو سره موجود ؤو هغه ورته لاري ته راووتلو دهغوي هرکلي يي وکړ يو تربل يي غاړه ورکړه او د بَعْلَبَك دفتحې مبارکياني يي يوبل ته ورکړي ورپسي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ضرار بن الأزور رضي الله عنه ته بيرغ ورکړو او د پنځو زرو(5000) أتلو غازيانو سره يي د حمص په طرف وليږلو هغوي ته هم خالد بن وليد رضي الله عنه تود هرکلي وکړ ورپسي أبوعبيده هامر بن الجراح رضي الله عنه عَمْرُوبْنُ مَعْدِيکَرِبَ اَلزَّبَيْدَي رضي الله عنه د خپلو غازيانو سره وليږلو هغه ته هم خالد بن وليد رضي الله عنه ولاړ ؤو تر ټولو اخر أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه پاتې أتل غازيان ځان سره روان کړل او حرکت يي وکړ کله چې د حَمْص دښار په طرف ورښکاره شو نو دعاء يي وکړه چې یا الله جل جلاله زر تر زره دغه ښار زمونږ په واسطه فتح کړي او کافران ذليل او شرمنده کړي بيا وړاندي روان شو چې خالد بن وليد رضي الله عنه ورته د خپلو أتلو غازيانو سره ولاړ ؤو يو بل ته يي د بَعْلَبَکْ دفتحې مبارکياني ورکړي دوي چي د يوي اوږدې جګړي محاصری او سفر څخه ستړي وه أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته د ارام کولو امر ورکړ او خپله يي يو ليك د حمص والي ته وليکلو له
{بسم الله الرحمن الرحیم }۔درود او ثناء څخه وروسته يي ورته وليکل زه د اميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه لخوانه د أتلو غازيانو أمير أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه يم زه تاسو ته نصيحت کوم چې مونږ مسلمانان د هرچا خير غوښتونکي يو مونږ جنگ او جګړه نه خوښؤو مونږ تاسو ته بلنه درکوو چې اسلام ته غاړه کيږدئ سر او مال به مو په حفاظت کي شي ټول واك او أختيار به ستاسي په لاسونو کې پاتي شي مونږ به فقط يو څو عالمان درته د ښوونکو په په توګه پريږدو چې تاسي ته ددين تعليم درکړي نور به مونږ درڅخه وکوچيږو تاسو سره هيڅ غرض نلرو که اسلام راوړل مو خوښ نوي نو جزيه ومنۍ مونږ ته جزيه راکوۍ مونږ به فقط دومره غازيان دلته پريږدو چی له تاسي جزيه راټولوي نور به ستاسي د سر مال حفاظت زمونږ په غاړه وي ستاسي دښمن به زمونږ دښمن حسابیږې که دا هم نه منۍ او جنگ ته مو زړه کيږې نو واورئ له تاسو زيات قوي خلك او لوي ښارونه زمونږ أتلو غازيانو فتح کړل اوس هغوي ذليل او خوار دي خو هغه چې سوله يي کړي په امن کی پاتي دي تاسو په خپل قوت او طاقت غرور مکوئ په خپل لاس ځانونه د هلاکت کندي ته مه غورځوۍ مونږ ستاسي شکست داسي ګڼو لکه څوك چي کټوئ کي غوښه واچوي اور ورپسي بل کړي فقط د پخيدلو انتظار کوي چی ويي خوري ۔
أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ليك يو معاهد نصراني ته ورکړ هغه په عربي او رومي ژبو پوهيدلو هغه ته يي وويل دغه ليك د حمص والي ته چې دا هم هربيس نوميږې ورسوه او بيرته جواب تري راوړه هغه معاهد ليك واخست او لاړو کله چې د حمص دښار لويي کلا ته ورسيدو چيرته چي دغه دوهم جنرال هَربِیس ميشت یا هستوګن ؤو نو ساتونکو يي له ديوالونو وليدو هغوي اراده وکړه چې په غشو يي وولي خو استاذي ورته وويل لاسونه له غشو ويشتلو ونيسۍ زه د عربو استاذي يم ليك مي راوړي او د حِمْص والي جنرال هَربِيس ته يي ورکوم هغوي لاسونه ونيول هَرْ بِيس يي خبر کړ هغه اجازه ورکړه هغوي د ښار په ديوال رسۍ را وځړوله هغه معاهد ځان پسي وتړلو او هغوي پورته کړو د حِمْص والي ته يي بوتلو هغه ته يي ليك وکړو هغه ليك ولوست بيا يي ورته وويل ايا تا خپل نصراني دين پريښی او دهغوي ته اوښتي يي ۔
استاذي ورته وويل نه زه په خپل دين يم ماته هغوي امن راکړي مسلمانان زيات غيرتي قدردان زړور خلك دي د هيچا په مال ځان او ناموس تيری نه کوي هغوي زيات وفادار دي کله چې وعده وکړي د سر په بيه يي هم نه ماتوي خو په جنګ کی دومره تکړه دي چی هيڅ له مرگ نه ويریږې هغوي په خپل مرګ افتخار کوي يوبل ته دشهادت مبارکياني ورکوي دوي له تاسو زيات قوي پهلوانان خاورو ته وليږل زه ستاسي خير غوښتوني يم زما خبر ومنۍ او له جنگ جگړي تير شۍ ۔
🫀
2