🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 22, 2025 at 03:06 PM
جنرال هَربِيس چې دهغه خبري واوريدي زيات جذباتي شو هغه وويل زما دي په مسيح عليه  السلام او انجيل قسم وي که د استاذي وژل عيب نه واي مابه ته وژلي واي تا دومره جرأت څنګه وکړ چې زما په وړاندي دي د مسلمانانو  صفتونه بيان کړل بيا يي جوابي ليك وليکلو د کفر له کلمو ورسته يي وليکل اي مسلمانانو مونږ ته ستاسي دتهديد څخه ډك ليك راورسيده مونږ داسي نه يو لکه دشام د نورو ښارونو خلک مونږ مضبوطي کلاګاني لرو چي د اوسپني غټي او قوي دراوزي لري زيات طاقتور پهلوانان او زياته وسله لرو هرقل زمونږ زيات خيال ساتي او د مشکل په وخت مرسته راسره کوي   مونږ نه ويریږو جنگ ته اماده يو ۔ بيا يي غلامانو ته وويل دا استاذي په ديوال بيرته ورکوز کړۍ هغوي بیرته په دیوال  راښکته کړو او  أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته يي ليك راوړو أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چې ليک ولوست نو خپل بهادر غيرتي أتل غازيان يي څلور برخې کړل يوه برخه يي مُسَيَّب بِن نَجِيْبَة اَلفَرَازِي رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي بَابَ الصَّغِير یا وړی ړروازی سره نژدي بَابَ الْجَبَلْ دغره دروازی سره مقرر کړل بله ډله غازيان يي مِرْقَالْ بن هِشَام بِن عُقْبَه بن اَبِي وَقَّاصْ رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي بَابْ رُسْتَقْ یا رُسْتَقْ دروازی  ته وليږلو بله ډله غازيان يي يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه ته ورکړل هغه يي باب الشام یا دشام دروازه  ته وليږلو او خپله  دخالد بن وليد رضي الله عنه او  نورو أتلو غازيانو سره باب الصغير سره ديره شو بيا يي له څلورو خواؤ د جنگ امر ورکړ له هری خوا جنگ په شدت سره شروع شو د روميانو غشي به مسلمانانو په ډالونو دفع کول او مسلمانانو به هغه رومي عسکر ويشتل چې په ديوالونو وه ټول ورځ سخت جنگ  روان ؤو چې ماښام شو ټول خپلو ځايونو ته ستانه شول کله چې شپه تيره شوه خالد بن وليد رضي الله عنه ټول غلامان راټول کړل هغوي ته يي وويل توري درسره واخلۍ او د حمص د ښار د لوئي کلا ديوالونه په تورو وھي او د هغوي له غشو ځانونه په ډالونو ساتۍ   أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه چې وليدل نو خالد بن وليد رضي الله عنه ته يي وويل ددوي جگړه به زمونږ څخه غير هيڅ  ګټه ونکړي ۔ خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل زه پوهيږم چې څه کوم ته فقط زما مخالفت مه کوه  أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دي کې څه راز دي چې فقط غلامان ورليږې ۔ خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل دي کې دغه راز دي چې هغوي وګوري چي فقط غلامان  جګړي ته ورغلي نو هغوي به پوي شي چی مونږ ځان د هغوي د جګړي وړ نه ګڼو او دهغوي هيڅ قيمت زمونږ په زړونو کی نشته د هغوي غرور به مات شي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل سمه ده چې څه دي خوښه وي هغه وکړه الله جل جلاله دي وکړي چی دغه جنګي تکتيك مو بريالي شي خالد بن وليد رضي الله عنه څلور زرو (4000) غلامانو ته امر ورکړ چې په روميانو حمله وکړي او زر(1000)تنه غازيان يي دهغوي شاته مقرر کړل چي له شا به يي تاسو څارنه کوۍ۔ نوربيا راسره اوسۍ ليکوال حبل الله المتين۔فتوح الشام للمحمد بن واقد الواقدي جلد اول(196:197:198:)
🫀 1

Comments