
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 22, 2025 at 03:29 PM
{ 89 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې {89}برخه :
کله چې خالد بن وليد رضي الله عنه غلامان جنگ ته وليږل هغوي سخت جنگ شروع کړو جنرال هربیس چې په برجونو کي د خپلو مشاورينو او جنرالانو سره ناست ؤو او د جنگ ننداره يي کوله زيات فکر او سوچ اخستی ؤو هغه جنرالانو ته وويل زما دي په مسيح عليه السلام قسم وي چې زما هيڅ زړه ته نه پريوتل چې مسلمانان دی دومره جنگيالي وي دوي خو ټوله ورځ څو واري د ښار په دراوزو يرغل وکړ او ديوالونه په تورو او برچو وهې د تکبيرونو چغې وهې هيڅ ويریږې نه تاسو څه واياست؟
هغه جنرالانو چې په نورو جنگونو کي يي مسلمانانو سره مقابله کړي وه هغوي ورته وويل دا چې ته ويني ټول تور پوستي دي دا د هغوي غلامان دي اصلي عرب يو هم پکې نشته دوي غواړي چې مونږ تر تأثير لاندي راولي ۔
هَرْبِيْس ورته وويل يقين وکړي چې ددوي غلامان داسي جنګيالي دي نو هغوي خامخا له دوي ښه دي د دوي غلامان چي د ښار ديوالونو او دروازو ته رسيدلاي شي نو داسي وګڼئ چي ښار يي فتح کړي له هغې وروسته ماښام شو او جنرال هَربِيْس پټ خپل استاذي ته ليك ورکړو چي مسلمانانو ته يي ورسوي هغه په يو چل غوښتل چې مسلمانان له جنگ کولو منع کړي هغه ليك کي وليکل ما فکر کاوه چې تاسي به جنگي تکتيکونو نا خبر ياست خو زه پوي شوم چي تاسي کي هوښيار خلک شته چي اول مو د ښار ټولو دروازو باندي ملگري وګمارل بيا مو غلامان جنگ ته راوړاندي کړل !
نو زه پوهيږم چې تاسي جنګي مهارتونه لرئ خو تاسي په دې هم پوي شئ چی ستاسي غلامانو ديوالونه په تورو وهل نوپه توره ديوال وهل به تاسو ته څه ګټه وکړي نو زما تاسو ته نصيحت دي چې لاړ شئ اول د هرقل سره فيصله وکړئ که هغه مو تسليم کړو زه مو مخکي يم که دغه خبره نه منئ زه سهار جنگ ته دروځم ۔
لیک چی أبوعبیده عامربن الجراح رضی الله عنه ته ورسیدو ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپلو غازيانو ته وويل تاسو وواياست څه کول پکار دي؟
هغوي کې يو تن چي سپين ګيري هم ؤو او زياتو غزاګانو کي شريک شوي ؤو مشري يي هم کړي وه او جنگي تجربه يي هم لرله هغه د خُثْعَمْ دقبيلي مشر ؤو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل ما چې دليك متن ولوست پوي شوم چې دي کي زمونږ ګټه ده چی مخکي لاړ شو دوي پريږدو ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل مونږ ولي دوي پريږدو او مخکي لاړ شو هغه ورته وويل ځکه چي ماته معلومات شوي دي دوي زمونږ له راتلو وړاندي ښار ته پوره عسکري قوه او خوراکي شیان داخل کړي دي دوي کولاي شي زياته موده د محاصري تأثير لاندي رانشي نو مونږ به وړاندي لاړ شو هغه ښارونه به فتح کړو چې بيرته راگرځو دوي به د خوراك ذخيري ختمي کړي وي له ښارونو به وتلي او روزمره ژوند کي به بوخت وي مونږ به ورباندي حمله وکړو په اسانه به فتح شي بله خبره داده يو شرط به دا هم ورته کيږدو چې مونږ ته به دوي خوراکي شیان راکوي نو مونږ به دوي پریږدو او وړاندي به ځو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل بالکل مي خوښه شوه همدغه مشوره عملي کوم بيا يي ليک په جواب کي وليکل ۔
د{بسم الله الرحمن الرحیم }۔حمد۔ثناء او درود وروسته زما هم ستا مشوره خوښه شوه چي دواړه طرفه ګټه پکي ده خو زه په هغه صورت کي درڅخه کوچيږم چي مونږ ته او زمونږ مالونو ته دپنځو ورځو خوراکونه راکړئ ځکه لاره اوږده ده او مضبوطي کلاوي پکي شتون لري مونږ به په هغوي حمله کوو نو بي له خوراکي شيانو مونږ ته تلل مناسب ندي که ته يي نه مني مونږ بيا جنگ ته تيار يو ليك يي هماغه استاذی ته ورکړو چی د هَربِیس لیک یی راوړی ؤو هغه استاذې چي ليك هَربِيس ته ورکړو هغه ولوست زيات خوشحاله شو جنرالان يي راټول کړل هغوي ته يي وويل دخوشحالئ زيري مي درته راوړئ عرب مسلمانان زمونږ څخه درومي خو په يو شرط چې مونږ ورته د لاري لپاره خوراکي شيان ورکړو هغوي وويل دا خو ښه خبره ده چې دوي لاړ شي خو مونږ ويريږو چي خوراکي توکي به راڅخه واخلي ځان به مضبوط کړي او لاړ به نشي هَرْبِيْس ورته وويل زه به خامخا تري ضمانت اخلم بله خبره داده چي هغوي په وعده کلك خلك دي دوکه نه کوي خو دوي يو عادت لري دوي لکه ليوان داسي دي چي وږې شي نو تر څو چې ماړه شوي نوي نو حملي جاري ساتي کله چې ماړه شي نو بيا هرڅه شاته پريږدی روان شي نو دوي هم وږې دی که خوراکي توکی مو ورکړل ضرور کوچيږې بيا جنرال هَربِيس روحاني عالمان او دکَنِيسو مشران راوغوښتل هغوي ته يي وويل تاسو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته لاړ شئ اول تري ضمانت واخلئ چې مونږ خوراکی شيان ورکړو نو ضرور به ځي روحانيونو ته يي د روستق په نوم دراوزه پرانستله هغوي راووتل أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته راغلل هغه ضمانت ورکړو ورته يي وويل مونږ درڅخه ځو ترڅو مو چي ښارونه کلي قريي او غرونه نوي فتح کړي بيرته تاسو ته نه راځو روحانيونو بيرته لاسليك شوي عهد نامه ويوړه او هربيس په