🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 25, 2025 at 07:00 PM
{   90  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {90}برخه : د حَسَان بِن عَدِي اَلْعَطْفَانِي رضي الله عنه څخه روايت دی کله چې  د بَعْلَبَك خلك مُطْمَئِن شول نو هغوي مسلمانانو ته دري ورځي يو بازار جوړ کړو مسلمانانو هغه سامانونه چي درانه وه په ارزانه بيه خرڅ کړل او جنګي او خوراکي شيان يي واخستل ۔ روميانو څلويښت کسان جاسوسان په مسلمانانو کی ځاي کړي وه هغوي به وخت په وخت د مسلمانانو راپورونه هغوي ته ورکول دغه څلويښتو کسانو چې دغه بازار وليدو نو هغوي فکر وکړو چې د بَعْلَبَك خلک تسليم شول هغوي له مسلمانانو پټ ووتل او په هغه لاره لاړل په کومه چې مسلمانان روان وه هغوي به چې هر کلي بانډي او ښار ته تلل نو دا خبره يي ډنډوره کوله چې  د بَعْلَبَك خلكو سوله وکړه اومسلمانان دلته راروان دي د هغه ځايونو خلك په ويره کي شول دوه تنه جاسوسان تري شِيرَزْ  په نوم ولايت ته لاړل هغوي هلته دغه خبر خپور کړو دغه کار کی الله جل جلاله خير واچولو او د مسلمانو ويره په هغوي غالبه شوه مسلمانان چې کله د رُسْتَنْ په نوم علاقې ته ورسيدل هلته زياتي مضبوطي کلا ګاني وي زيات عسکر پکي وه او زياتي وسلي يي لرلي ! أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته ليك ور وليږلو چې اسلام قبول کړئ يا جزيه ومنئ يا جګړي ته تيار شئ هغوي له هر څه کولو انکار وکړو هغوي وويل ترڅو مونږ ته دهرقل په باره کي معلومات ونشي چي هغه څه وکړل مونږ تيار نه يو أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه هم هغوي ته وويل مونږ هم ترهغو تاسو سره کار نلرو ترڅو مو دهرقل معامله سرته رسولي نوي خو يو کار له تاسو غواړو چې مونږ سره زيات سامانونه او د غنيمت مالونه دي چې وړلي يي نشو که تاسو يي زمونږ تر راتللو راته امانت وساتئ د رستن  د ښار عسکر خپل مشر ته ورغلل چې نُقِيطَاس نوميدي  د مسلمانانو خبره يي ورته وکړه هغه وويل هيڅ مشکل نلري مونږ بادشاهان هميشه يو بل سره مالونه امانت ږدو بيا يي بيرته اخلو دغه کار کي مونږ ته کوم خطر نشته خو مسلمانان دې هم زمونږ رعيت سره هرځاي کي اساني وکړي عسکر راغلل د نقيطاس خبره يي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وکړه أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل سمه ده مونږ ستاسي رَعْيَت یا لاس لاندی خلکو  سره کار نلرو بيا يي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپل د کار خلك او تکړه مشران راټول کړل هغوي ته يي وويل دغه کلا ډيره مضبوطه ده د چل او فريب څخه بغير يي فتحه کول اسان ندي او دوي اسلام هم نه مني نو  دوی حربي کافران دي مونږ ته چل او فريب ورکول روا دي زه غواړم څو تکړه  کسان په  صندقونو کی پټ کړم دننه خوا ورته قلفونه واچوم کله چي شيانو سره دغه صندقونه کلا ته داخل شي نو ټول به په يو وار راووځي د تکبير غږونه به وکړي او جنگ به شروع کړي کيداي شي دوی ته  د دروازو خلاصولو فرصت په لاس ورشي او مونږ به کلا ته داخل شو۔ خالد بن وليد رضي الله عنه وويل که داسي وي نو قلفونه دي دننه نه وي بلکه دباندي خواته دي وي که دننه خواته شي دوي به شکمن شي چي صندقونه ولي قلف نلري زه خو وايم د صندقونو لاندي تختي دي وويستل شي کړۍ دي ورته واچول شي چې بيرته په اسانه بي له قلفه خلاصيداي شي بيا يي صندقونه  واخستل لاندي خوا يي ورته کړۍ واچولي او دغه نامتو أتلان يي په صندقونو کي پټ کړل' (1)ضِرَارْ بِن الْأَزُور۔ (2)مُسَيَّب بِنْ نَجِيْبَة۔ (3)ذُوالْکَلَاعَ الْحِمِيْرِې۔ (4)عَمْرُوبْنُ مَعْدِيْکَرِبَ الزُّبَيْدِي۔ (5)مِرْقَال بِن هَاشَم بن نَجِيبَةْ۔ (6)قَيْس بِن هَبِيْرَه ۔ (7)عَبدالرحمن بِن اَبِي بَکر۔ (8)مَالِك بِنَ الْاَشْتَر۔ (9)عَوْف بِن سَالَم ۔ (10)صَابِر بِن کَلْکَلْ ۔ (11)مَازَن بِن عَامِر۔ (12)اُصَيْدبِن سَلْمَةْ۔ (13)رَبِيْعَهْ بِن عَامِر۔ (14)عَکْرَمَه بِن اَبِي جَهَل۔ (15)عُتْبَهْ بِن عَاص۔ (16)دَارَم بِن فَيَاضْ اَلْعَبسِي۔ (17)سَلْمَهْ بِن حَبِيْب۔ (18)فَارِع بِن حَرمَلَة۔ (19)نَوفَل بِن جَرعَل۔ (20)جُنْدَب بِن سَيف۔ (21)عَبدالله بن جَعفَرَالطَّيَّارْ رضي الله عنهم اجمعين دا  اخری صحابی يي ورته امير هم وټاکلو بيا يي صندقونه قلف کړل او روميانو ته يي خبر ورکړو هغوي صندقونه ويوړل د رُسْتَنْ د والي نَقِيْطَاس په قصر کي يي دهغه په امر کيښودل او  أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه روان شو چي دهغوي له سترګو غازيان پناه شول د سَوْدِيَّهْ په نوم کلي کي يي واړول ماښام  شو او خالد بن وليد رضي الله عنه خپل أتل غازيان دشپي په تياره کي ځان سره واخستل بيرته د رُسْتَنْ ښار ته لاړو چې وګوري غازيانو څه وکړل د ښار په څنگ کي يي يو پله سره کمين ونيوه کله چې نُقِیْطَاس ته صندقونه رسيدلي وه نو هغه د نورو جنرالانو په شمول کنيسي ته لاړ ؤو چي شکر وباسي چې د مسلمانانو له شر خلاص شول !

Comments