🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 25, 2025 at 07:01 PM
{   91   } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِې {91}برخه : کله چې رُستَن ښار  فتح شو او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هغوي ته خپل امېر وټاکلو نو خالد بن وليد رضي الله عنه او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه له هغه ځايه روان شول وړاندی د (حَمْأَة)  چی اوس د سوریه دولت څلورم لوی ښار دی  سيمي ته ورسيدل دهغه ځاي هستوګنو پخوا سوله کړي وه بيا هغوي شېرز سیمی  ته ولاړل هغوي هم سوله کړی وه خو دهغوي پخوانی والي مړ شوي ؤو هرقل ورته نوي والي راليږلي ؤو هغه يو جابر ظالم ځان خوښوونکي او عياش انسان ؤو هغه  مسلمانانو سره شوي تړون لغوه کړي ؤو د شيرز سیمي خلك هم تري تنگ وه أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته چې خبر ورسيدو نو هغه يو څه اندازه غازيان ور وليږل او بريد يي پر وکړ هلته ښار کې شور زوگ چغی  او غوغاء جوړه شوه د (شيرز علاقی ) والي چې (نِکَسْ) نوميدو چغې بغاري واوريدي ! له خپل قصر راښکته شو يوه عبادتخانه کي کيناستو او خپل مشران يي ور وغوښتل هغوي ته ېي وويل زه هرقل په تاسو والي ټاکلي يم زه بايد ستاسو او ددي ښار دفاع وکړم راسره ملګري شئ ! بيا هغه وسلتون یا د وسلي ګودام پرانست او وسلي يي تقسيم کړي دغه وخت خالد بن وليد رضي الله  عنه او دهغه أتل غازيان ورته ښکاره شوه دوي دهغوي نظم او ضبط ته تعجب کاوه چې ورپسي د يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه أتل لښکر ور ښکاره شو لږ وخت پس ورپسي په ترتيب د أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه أتلان ور ښکاره شول د (شِيْرَزْ) خلك خپل والي( نِکَس) سره ناست وه  له  ورايه يي مسلمانان ليدل نو سختې ويرې واخستل ۔ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه رسيدلو سره سم هغوي ته ليك وليکلو له۔ ( بسم الله الرحمن الرحیم ) د حمد ثناء او درود وروسته ! ورته يي  ولېکل زه تاسو ته په  شوو وعدو  په وفا کولو تأکيد کوم او اسلام ته مو رابولم که اسلام نه منئ جزيه ومنئ  تاسو له نورو سيمو مضبوطي کلاوي نلرئ  چي له تاسي زيات او مضبوط خلك تسليم شول نو تاسو هم  غاړه کيږدئ  مونږ لکه څنګه چی تاسي سره مخکي ښه چلند کړي بيا هم ښه چلند درسره کوو مخالفت مکوئ په مخالفت کې مو د سر اومال تاوان دي ليك أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه يو مُعاهِد ته ورکړو هغه ليك د ښار په دروازه پيردارانو ته ورکړه هغوي خپل والي( نکس) ته ورساوه د هغه منشي ليك ورته ولوست هغه مشرانو ته وويل اوس تاسو د مسلمانانو په هکله څه واياست هغوي په يوه خوله ورته وويل مسلمانان رښتيا وائي هغوي رحمدله او عدل کوونکې دي هغوي ټولي سيمي تر فلسطین۔ بَصرِي۔ بَعلَبَك ۔رُستَن۔ دِمَشق۔ فتحه کړي مونږ له هغوي ډير کمزوري يو مونږ ته دمسلمانانو  غيرت شهامت او بهادري معلومه ده ځکه مو ورسره سوله کړي وه اوس که ته جنگ کوي نو د ټولي بربادۍ  او تباهۍ مسؤليت به ستا په غاړه وي ۔ د (شِيرَز) والي زيات په غصه شو او ټول مشران يي وکنځل بيا يي خپلو غلامانو ته وويل دوي ټول وتړئ مشران چې پوي شول هغوي هم وسلي ته لاس کړو په خپلو اتباعو يي غږونه وکړل او په والي يي انقلاب وکړو مسلمانانو ته معلومه شوه چې دوي په خپل منځ کي سره نښتي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه دعاوي وکړي چې يا الله جل جلاله په خپلو کي يي سره واچوی چې مونږ ته کار اسانه شي د ښار خلکو او مشرانو  والي او دهغه غلامان ووژل د ولايت قصر يي قبضه کړ بيا خپله پياده بغير له وسلي د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي ودريدل أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه ته يي وويل مونږ ستاسي په محبت کي په والي انقلاب وکړ هغوي مو ووژل اوس تاسو ته راغلي يو او د عدالت غوښتونکي يو أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته شاباس وويلو بيا يي ورته وويل بالکل به عدل درسره کوو هيڅ فکر مه کوئ بيا أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپلو ملگرو ته وويل دوي په مونږ غيرت وکړ نو پکار دي ښه چلند او مراعت ورسره وکړو که دوي سره ښه سلوك وکړو او نور خلك خبر شي هغوي به هم سولي ته غاړه کيږدې  بيا يي هغوي  ته د اسلام بلنه ورکړه ورته يي وويل که څوك مسلمان شي هغوي ته دوه کاله خراج معاف دي او زمونږ پشان حقوق به ورکول کيږې که څوك اسلام نه مني هغوي ته هم يوکال خراج معاف دي او جزيه به ورکوي هغوي کې زياتو خلکو اسلام ومانه او زيات خوشحاله شول هغوي له زياتي خوشحالئ   مسلمانانو ته خوراکي توکي او مالونو ته واښه راوړل نوري زياتي تحفي يي هم مسلمانانو ته پيش کړي أبوعبيده عامر  بن الجراح رضي الله عنه هغه ټول شيان چي هغوي راوړي وه پنځمه برخه بيت المال ته وسپارله او نور يي په غازيانو تقسيم کړل ۔ نوربيا راسره اوسۍ ليکوال حبل الله المتين کتاب فتوح الشام لمحمد بن واقد الوقدي جلداول (204:205::206)

Comments