🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
February 27, 2025 at 02:25 AM
{   92  } د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او  د هغوي د‌ غيرت شهامت جهادونو ‌ او تقویٰ  قِصِی {92}برخه : أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خپلو أتلو غازيانو ته وويل اوس مونږ بېرته حَمَص سیمی  ته ستنيږو د هغوي عذر ختم شو مونږ ورسره وعده کړي وه چې له نورو سيمو فتحه کولو فارغ شو تاسو ته به راځو اوس نوري سمي ټولي فتحه شوي بېرته ورځو دوي د تګ تياري کولو چې د نهر مقلوب په نوم یو ځای  په غاړه د آسونو د خپو گردونه شول خالد بن وليد رضي الله عنه په بيړه خپلو ملگرو سره ور وړاندي شو د هغوي مخه يي ونيوله هغوي کي يو مشهور روحاني مشر يا (قِسْ) ؤو سل آسونه بار ورسره  وه اوسل کسان ساتونکي ورسره وه هغوي له انطاکيي راروان وه مسلمانانو هغوي ګير کړل ټول يي ونيول خالد بن وليد رضي الله عنه د هغوي مشر (قِسْ) يا روحاني مشر ته وويل خوارشئ  دا چيرته وړئ ؟ هغه ورته څه  خبري وکړي خو خالدبن وليد رضي الله عنه يي په خبره نه پوهيده د( شِيْرَزْ) سیمي يوتن ورته وويل زه يي درته ترجماني   کوم دا وائي زه يو مذهبي عالم يم د هرقل خاص ملگري يم په ما زيات باور لري هرقل ماته دغه مالونه راکړي چې (هَرْبِيْس) د حمص والي ته يي ويسم په دي بارونو کي لس باره سره وريښم چي د سروزرو تارونه پکي پيئل یا پېرل  شوي دي اولس باره فقط دينارونه دي او نورو بارونو کی وريښم نوري جامي او دينارونه ګډ دي خالد بن وليد رضي الله عنه دغه مذهبي مشر او ورسره سل کسان او دغنيمت مالونه أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته حاضر کړل أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل دا څوك دي ؟ خالد بن وليد رضي الله عنه  ورته وويل دا يو مذهبي عالم دي هرقل دغه مالونه ورکړي چې (هربيس) والِی  ته يي ويسی خو الله جل جلاله مونږ ته په غنيمت راکړل أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه مذهبي مشر يا (قِس) ته وويل اسلام قبول کړه چی سر اومال دي په أمن شي هغه وخندل بيا يي وويل زه بيګاه مسلمان شوي يم ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم خوب کي د اسلام دعوت راکړ او زه مسلمان شوم او يوځل بيا يي کلمه وويله نورو ملگرو ته يي هم اسلام پيش کړل شو خو هغوي انکار وکړو او هغوي ووژل شول دومره زيات مال مسلمانانو چيرته هم نه ؤو نېولي خو ددوي خاکساري هماغسي وه هيڅ کبر غرور يي نه کولو بيا  أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هغه مسلمان شوي (قِسْ) ته وويل دا راته ووايه چې (هِرَقَلْ) څومره قوت او لښکر لري ؟ هغه ورته وويل ماته هرقل دغه سامان ځکه راکړي ؤو چي هربيس خوشحاله شي او تاسو سره پريکنده جگړه وکړي بله داچی هرقل په ټوله دنيا غږ کړي هر ملك ښار کلي او قريه کي چي انجيل لوستل کيږې او خلک ېي  صليب ته عبادت کوي ټولو ته ېي ليکونه لېږلې روميانو ته صَقَالِبْة۔فَرَنکِيان۔اَرْمِنِيان۔دَقِسْیَان۔مَغْلِيْطِيَان۔کُرْجِيَان۔يُونَانِيان ۔عَلَفْيَان ۔غَزَانِيان او د ټولي دنيا کافران راغوښتي او هغوي هم ورسره ملاتړ اعلان کړي له هر ملك په زرګونو مسلح کسان ور روان دي  أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه دهغه پدي خبره سخت خفه شو بيا يي امر وکړو چي ځانونه حمص ته ورسوئ تر ټولو وړاندي ېي هغه غازيان وليږل چي درانه سامانونه ورسره نه وه هغوي حمص ته په رسيدو سمدستي په حمص حمله وکړه دغه وخت کي دهغه تجربکار صحابي چي د خثعم دقبيلي مشر ؤو خبره سمه ثابته شوه د حمص خلك غافله شوي وه هغوي په خپلو روزمره کارونو بوخت شوي وه زيات خلك نورو ښارونو ته تجارت پسي تللي وه  د خوراکي توکو زيرمي ختمي شوي وي هغوي له نورو ښارونو د خوراکي شيانو راوړلو پسي وتلي وه چی غازيانو بريد پر خخ کړ أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه هم ورسيدلو د ښار سره نژدي ېي واړول بيا يي غلامانو ته امر وکړ له ښار ګېر چاپېر لاري بندي کړئ هرڅوك چي خوراکي شيان ښار ته وړي هغه نيسئ او ماته يي راولئ! غلامانو ښار ته تلونکي ټولي لاري وتړلي او تجاران به يي د مالونو سره نيول او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته حاضرول د حمص والي (هَربِيس) فکر کاوه مسلمانانو غدر او دوکه وکړه هغه  أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته ليك وليکلو په ليك کي ېي ليکلي وه مونږ او تاسو پدي سوله کړي وه چي تاسو ته به د پنځو ورځو خوراکي توکي درکوو هغه مو درکړل مالونو ته مو واښه درکړل دري ورځي مو درته بازار جوړ کړ چي تاسو پکي اخستل خرڅول وکړل مونږ خو هيڅکله ستاسي په باره کي د وعدي ماتولو خبره نوه اوريدلي تاسو ولي شوي وعده ماته کړه؟ ليك يي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته را وليږلو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ليك ولوست جواب کي يي ورته وليکل مونږ هرګز وعده نده ماته کړي ته هماغه روحاني مشران راوليږه چي سوله يي راسره ليکلي وه چي زه هغوي پوي کړم او هغوي تاته خبره ورسوي ليك يي بيرته هغه نفر ته ورکړ چي ليك يي راوړي ؤو هغه هَربِيس ته ليک ورکړ او هغه قِسِّيسِیْن ور وغوښتل هغوي ته يي وويل لاړشئ  أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه سره خبره

Comments