
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
March 1, 2025 at 01:29 AM
{ 93 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې {93}برخه :
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه او نورو غازيانو زغرې واغوستلي ښار يي محاصره کړو ديوالونو او دروازو ته ورنژدې شول د ښار خلك (هربيس) ته ور ټول شول هغه ته ېي وويل اوس ته ووايه څه کول پکار دي( هربيس) ورته وويل مونږ بايد جنگ وکړو مونږ بايد نا وسي او کمزوری ونه ښايو ما سره په خپل قصر کي د وسلي ډيپوګان شته د خوراکي توکو زيرمي شته تاسو ټولو ته بس کيږې اوس خو مسلمانان ښار څخه بهر دي خو که ښار ته داخل هم شي زمونږ هغه جنګيالي ورته بس دي چی په ديوالونو پراته دي او هرقل هم مونږ ته ضرور مرسته رالېږې هغه مونږ نه هېروي!
بيا يي د خوراکي توکو ډيپوګان خلاص کړل ټولو ښاريانو ته يي تقسيم کړل ماښام پوري فقط نيم ډيپو خالي شو نور لا پاتي وه بيا يي خلکو ته وويل تاسو پدي خوراکي شيانو دري ورځي ګذاره وکړئ او جنگ ته ووځئ دشپي يي دجګړي تياري ونيؤو د (عَمَالِقه) او (زَارُوز) مشهورو قومونو څخه يي پنځه زره(5000) داسي تکړه جنګيالي غوره کړل چي زرتنه(1000) فقط د بادشاهي قصر خاصه قطعه وه هغوي ته يي د خپل نيکه( جَرجِيس) وسلتون یا د وسلې زېرمه یا ګودام خلاص کړو زغري فولادي خولۍ غشي ليندی کمربندونه تورې برچې نېزې وغيره يي ورباندي تقسيم کړي بيا يي وينا ورته وکړه ډاډ يي ورکړ چی له هرقل به مرسته درته را غواړم تاسو ته به لوړي رتبي او مډالونه درکوم بيا يي روحانيون یا د هغوی مذهبی مشران ټول حاضر کړل هغوي ته يي وويل تاسو دعاوي وکړي مسيح ستاسي دعاوي نه رد کوي بيا د خپل نيکه( جَرجِيس) په نوم مشهوري کَلِيسَا ته لاړو ټوله شپه يي نغاري ټنګولي کفري کلمات يي ويل او له صليب يي مرسته غوښته سهار وختي ټولو هربيس ته سجده ولګوله بيا خپل قصر ته لاړو هلته ورته کباب شوي سَمْسَاري یا خادمي راوړل شوي هغه يي وخوړلي بيا يي ترهغي شراب څښل چي سترګي يي سري شوي وروسته يي يوه وريښمينه چپنه واغوستله چي د سرو زرو کرښی پکي وي د سرزرو زغره يي واغوسته د سرو زرو صليب يي غاړي ته کړو هندي اوږده توره يي لاس کي ونيوله يو ښه تيز آس ورته راوستل شو په هغه آس سپور شو او د رستن په نوم دروازې په طرف ورغلو رومي جنرالان تري راتاؤ شوي وه د رستن دروازه ورته پرانستل شوه داسي حال کي مسلمانانو ته ور ووتل چي ښه تياري يي نيولي ؤو بيرغونه ورسره وه صليبونه يي وړاندي روان کړي وه له جنرال هربیس وړاندي پنځه زره(5000) جنگيالي روان وه د کلا ترڅنگ يي د اوسپنيز ديوال په څير منظم ودرول له هغوي قسم واخستل شو چي تر مرګه به جنګيږو او دمرگ قطعې نوم يي ورکړو !
بيا يي په يو غږ په مسلمانانو بريد وکړ دوي د ملخانو په څير زيات وه له ورايه تك تور بريښيدل ځکه چي په وسله پټ وه مسلمانانو هم ستخته حمله ورباندي وکړه دواړه ډلي يوبل کي دننه شوي او سخت مقاومت وشو خو د صليبیانو په پرتله د مسلمانانو تلفات زيات وه مسلمان غازيان لږ شاته شول خو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورباندي غږ وکړ شاته کيږئ مه په دښمن کاري حمله وکړئ د دښمن دغه اخري زور دي هغوي بيرته په صليبیانو ور وګرځيدل خالد بن وليد رضي الله عنه د خپل قوم بني محزوم ځوانانو ته مخکي شو هغوي ورپسي شول هر صليبي عسکر به چې مخی ته ورغلو په تورو به يي ټوك ټوك کړو هغوي صليبیان داسي ريبل لکه وچ شوي دغنمو فصل ! ورپسي مَسْرُوقْ اَلْعَبْسِي رضي الله عنه هم خپل عبس قوم ته مخکي روان ؤو هغوي هم د تکبير او تهليل په ولولو په دښمن قيامت راوستي ؤو !
د روم صليبي عسکر شاته شول او دښار ترديوالونو ورسيدل هغوي خپله ژبه باندي يوبل ته چغي وهلي او يوځل بيا يي په مسلمانانو دغشو باران جوړ کړ أتلو غازيانو له غشو په ډالونو ځانونه بچ کول دغه وخت کې له صليبي عسکرو يو تکړه پهلوان د خالد بن وليد رضي الله عنه په طرف ور روان شو هغه فکر کاوه همدا يي مشر دي که مو مړ کړو نو مسلمانان به شکست يا ماتي وخوري هغه په خالد بن وليد رضي الله عنه حمله وکړه خالد بن وليد رضي الله عنه په هغه جوابي ګذار وکړو توره يي د هغه په فولادي خولۍ دوه ټوټي شوه او لاستي يي دهغه په لاس کي پاتي شو صليبي جنرال او پهلوان ته تمه پيدا شوه چي ژوندي يي ونيسي هغه له آس ټوپ واچو و او له خالد بن وليد رضي الله عنه يي دنيولو په نيت غيږ چاپيره کړه خو سيف الله المسلول هم غیږ ورکړه په غيږه کې يي ښه ټينگ کړو دهغه پهلوان جنرال غړي سست شول هغه نور هم زور ورکړو پوښتيو يي کړس کړس ټکونه وکړل !
خالد بن وليد رضي الله عنه خوشی کړو ديکه ېي ورکړه هغه شنه تخته پريوت خوله يي وازه وازه کړه مړ شو خالد بن وليد رضي الله عنه د هغه توره واخستله په لاس کي يي وځلوله دهغه زغری يي واغوستي او دهغه په تيز آس سپور شو ۔