
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
March 1, 2025 at 01:30 AM
{ 94 }
د #أسلام د سپيڅليو أتلانو سيرت او د هغوي د غيرت شهامت جهادونو او تقویٰ قِصِې {94}برخه :
د روم صليبي جنرال او پهلوان له مرگ وروسته خالد بن وليد رضي الله عنه دهغه ټوله وسله او آس واخستو او په صليبيانو يي د خپل قوم بني مخزوم په مټ يرغل وکړ ټوله ورځ يي لٙو ګډ کړې ؤو کافران یی وژل ترهغي چې له سختی ګرمئ يي زغري په بدن کی ګرمې شوي لاسونو باندي يي د کفارو وچې شوي وينې داسي بريښيدي لکه د انار ګلونه هغه په کراره د صليبیانو له صفونو را ووتلو قوميان يي هم ورپسي را ووتل هغه ځان سره اشعار زمزمه کول چې زه دبني مخزوم تکړه ځوان خالدبن وليد رضی الله عنه يم زه چې ميدان ته داخل شم صليبيانو ته د دوزخ دروازې اذادي شي يو په بل پسي ور غورځيږې کله چې أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته ور ورسيدو نو هغه ورته وويل اباسليمانه د مور په شيدو دي رحمت شه چې ستا پشان باتور أتل يي پاللي تا په رښتيا دجهاد حق أداء کړو ورپسي مِرقَال بن هَاشم بن عُتبة بن اَبِي وَقَّاص رضي الله عنه په رومي صليبيانو هئ ناتار جوړ کړ هغه سره خپل قوم بني زهره ؤو هغه له يوي خوا په کافرانو بريد وکړ بلي خواته مَيسَره بن مَسْرَوق اَلْعَبْسِي رضي الله عنه ؤو د شا لخوانه عکرمة بن ابي جهل رضي الله عنه ورباندي قیامت جوړ کړ هغه سره هم د بني مخزوم قوم ملګري وه هغه په دغه ورځ هيڅ ويره نه کوله ټول قوم يي دومره ميړانه وکړه چې مثال يي نشته يو چا عکرمه بن ابي جهل رضي الله عنه ته وويل لږ ځان سره پام کوه ته خو غشو او تورو ته سېنه سپر کوي داسي مکوه دغسي زړورتيا ښه نده عکرمة بن ابي جهل رضي الله عنه ورته وويل زه چي په جهالت کي وم ما د مسلمانانو په ضد ميړانه ښکاره کوله اوس چي مسلمان شوم او جنت ته ځم ميړانه به ولي نه کوم هغه بيا په صليبيانو يرغل وکړ ټوله ورځ په صليبيانو ښه غوره جهاد وشو ماښام شو او صليبيان ښار ته داخل شول او د خپلو کلاؤ دروازي يي ځان پسي بندي کړي أتل غازيان هم خپلو خيمو ته لاړل أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل اي باتورانو دغه جګړه ورځ په ورځ اوږديږې مونږ بايد فيصله کوونکي جګړه وکړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ تر اوسه ښه په ميړانه جګړه کړي خو ته ويني چی صليبي عسکر په وسلو سمبال په آسونو سواره دي مونږ ددوي په نسبت کمزوري يو بل دا چي کله مونږ دوي پسي واخلو نو دوي ښار ته داخل شي مونږ بايد دوي ته يو چل ول جوړ کړو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل وايه څنګه چل به جوړو خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل مونږ به سهار دفاعي حالت اختيار کړو لږ لږ به شاته کيږو دوي به را وړاندي کيږې مونږ به ښځي او مالونه پريږدو دوي ته به داسي وښايو چي مونږ تيښته کوو دوي به مونږ پسي راشي مونږ به سره تيت پرك شو بعضي به ددوي شاته پاتي بعضي به ښي او چپ طرف لاړ شو دوي چي له ښاره لري راپسي راشي نو مونږ به تري راتاؤ شو څه کسان به بيرته ښځو او مالونو پسي ورشو هلته به رومي عسکر زمونږ په مالونو ټولولو مشغول وي هغوي به هم ګېر کړو دلته به هم دوي په منځ کي محاصره کړو أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل بالکل ښه مشوره ده صباته چي د روم صليبي عسکرو دروازې بېرته کړي له ښاره راووتل مسلمانانو دفاعي حالت اختيار کړو لږ لږ شاته کيدل چي ټکنده غرمه شوه مسلمانانو داسي وخودله چي مونږ تښتو هغوي ښځي ماشومان او مالونه پريښودل جنرال هربيس پنځه زره(5000) جنګياليو سره ورپسي شو هغوي تمه لرله چې مسلمانان مات شول صلیبی عسکر چي له ښار لري لاړل نو هغوي سره يو سپين ګيري راهب ؤو هغه ټول کتابونه اوصحيفي لوستي وي هغه د غره په سر وختو مسلمانانو ته يي وکتل چي لږ لاړ شي بيا دفاعي جنگ شروع کړي بيا په تيښته شي بيا جنگ شروع کړي هغه روميانو ته وويل ما ټول کتابونه لوستي مسلمانان د سر په بيه هم مال او ناموس چاته نه پريږدي هغوي تيښته نده کړي هغوي چل کوي خو چا يي په خبره غور ونکړو څوك د مالونو په وړلو لګيا شول او پنځه زره(5000) د هربيس په شمول په غازيانو پسي لاړل چې أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غازيانو ته غږ وکړ اوس مو ښکار لاس ته راغلي پري را وګرځئ أتلو غازيانو لکه د وږو زمريو اوبازانو په څير په دښمن وارونه شروع کړل ګېر چاپېر لکه د کړۍ په شکل تري تاؤ شول او أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه غږ وکړو ښځو او مالونو پسي ورشي معاذ بن جبل رضي الله عنه پنځه سوه(500) غازيان ځان سره کړل او بيرته خپلو خيمو ته لاړو هلته صليبیان لګيا وه د مالونو په راټولو بوخت وه او پدي تمه وه چي د مسلمانانوښځي مو غنيمت شوي چي معاذ بن جبل رضي الله عنه سره باتورو زړورو غازیانو تري تاؤ شو قیامت يي پري جوړ کړ! هغوي چی له جنگ غافله شوي وه غازيانو په خرپنده جګړه جهنم ته وليږل۔