🌷دهــــدایــــت لاره🌷
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
March 1, 2025 at 08:13 AM
د روژې مبارکې میاشتې ځانګړي تحفه..! دروژې بیان (1برخه) بِــــسْــم اللهِ الــرَّحْــمَـــنِ الــرَّحِـيْــم د سپيڅلو آسماني ډاليو د ترلاسه کولو له پاره  مسلمان کولاى شي چې په لومړۍ شپه يې ترلاسه کړي. افغان مسلمانان په تمه دي چې د روژې د مبارکې میاشتې په مذهبي فرایضو سربېره د روژې رواجونه، ځانګړي خواړه او ډله ییز افطارونه، چمتو کړي او خوند ترې واخلي.‌ له غریبو او فقیرو کورنیو سره د مرستې کلتور د کال د بل هر وخت په نسبت د روژې پر وخت کې ښه څرګندېږي. د سوداګرو په شمول شتمن خلک به غریبو/فقیرو خلکو ته ډېر خواړه او مالي مرستې برابروي، د شتمنو خلکو لپاره د الله ﷻ د عبادت بله بڼه دا ده چې غریبانو ته صدقې او خیراتونه ورکړي او هغوی "سخي خلک" وکولي شي چې په دې میاشت کې لا ډېر ثوابونه وګټي. اړمنو خلکو ته د خیراتونو او مالي مرستو په ورکولو خپل أخرت جوړ کړي. له غریبانو سره د مرستې کولو کلتور د دغې مبارکې میاشتې په ترڅ کې لا ډېر رواج مومي.‌ هر کال چې د رمضان مياشت نږدي کيږي نو زه د نبي پاک صلى الله عليه وسلم د لاندي حديث يادونه کوم چې فرمايلي يې دي 《زما امت په پنځو ډاليو نازول شوى چې زما نه مخکې امت او پيغمبر ته نه دي ورکړل شوي》 1: کله چې د رمضان لومړۍ شپه شي نو الله پاکﷻ خپل بندګان ويني او هغه به هيڅکله هغه کسانو ته سزا ورنه کړي چې پدي شپه کې يې د هغوى عبادت ليدلي دي. 2: د روژتي د خولي بوي د ماښام په مهال الله ته د مشکو له بوي څخه ډيره غوره دي. 3.    ملايکې شپه او ورځ  د الله نه  د روژتي د مغفرت له پاره دعا کوي. 4: اللهﷻ د جنت حورو ته د تياري امر کوي او وايې چې  زما دغه بندګانو ته ځانونه سينګار کړئ، دوى په داسې حال کې دي چې د دنياوي غمونو څخه ليرې کيږي او زما د اطمنان او عزت څخه ډک کورته راځي. 5: د رمضان د مياشتې په وروستۍ شپه الله خپلو ټولو بندګانو ته مغفرت کوي. په دي وخت کې يوه تن د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې اى د الله ج رسوله! ايا دا د قدر شپه ده؟ نبي اکرم صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ چې نه، ايا تاسي نه دي ليدلي چې کله يو مزدور خپل کار پاي ته ورسوي بيا ورته خپله مزدوري ورکول کيږي؟ [رواه احمد] د دې سربيره که غواړي چې د ثوابونو د مياشتې  د شپو د لويو ښيګڼو څخه برخمن شي نو د رمضان لومړنۍ شپه په خاص ډول د دي ښيګڼو لرونکې ده. د پورتني حديث له مخي د رمضان په لومړۍ شپه کې اللهﷻ په خورا ډيره مينه خپل بنده ته ګوري او هغه هيڅکله هغه خلک په عذاب نه اخته کوي چې په دې شپه يې په عبادت وويني. دوهم 2 (بسم الله الرحمن الرحیم ) د روژې لپاره تیاری ونیسئ او لاندې لیکلو څخه ګټه پورته کړئ، د بایزید بستامي رحمه الله سره د پادری یا د مسیحیانو د روحاني مشر مباحثه یا سؤال او ځواب. پوښتنې 1:هغه شی راوښیه چې الله تعالی پیدا کړی وي بیا یې ناخوښه کړی وي؟ 2:هغه شی راوښیه چې الله تخلیق ورکړی وي او بیا یې عظمت بیان کړی وي؟ 3:هغه شی چې الله تعالی په خپله پیدا کړی دی او بیا یې پوښتنه کړې چې دا څه شی دی؟ 4:هغه کومي ښځي دي چې د دنیا تر ښځو افضله دي؟ 5:هغه کوم دریاب دی چې د دنیا تر دریابو غوره دی؟ 6:هغه کوم غر دی چې ددنیا تر ټولو غرونو غوره دی؟ 7:هغه کوم څاروی دی چې تر ټولو څارویانو څخه غوره دی؟ 8:هغه کومه میاشته ده چې تر ټولو میاشتو غوره ده؟ 9:کومي شپې غوري او افضله دي؟ 10: طامة څه شي دی؟ 11:هغه ونه راوښیه چې دوولس ښاخونه لري او په هر ښاخ پري دیرش پاڼي دي، او په هري ښاخلې باندي پنځه ګلان دي، دوه ګلان یې په لمر کې دي او درې یې په سایه کې دي؟ 12:هغه شی راوښیه چې د بیت الله طواف یې کړی وي او حج یې پوره کړی وي، نه په ده کې ساه وي اونه پر ده حج فرض وي؟ 13: څومره پېغمبران الله تعالی پېدا کړي دي، څو نبیان دي او څو رسولان دي ؟ دي ؟ 14:هغه څلور شیان راوښیه چې د هر یوه خوند او رنګ بېل بېل دي مګر ریښه یې یوه ده؟ 15:نقیر، قطمیر او فتیل څه شي دي او سبدولبد، طمّ او ورم څه شي دي؟ 16:سپی د غپلو په حالت کې څه وایي؟ 17:خر د خپل اواز په حالت کې څه وايي؟ 18:غویې د خپل رمباړي په وخت کې څه وایي؟ 19:آس د شیشني په وخت څه وایي؟ 20:اوښ د غرغړې په مهال څه وایي؟ 21:طاؤس د خپل آواز په وخت کې څه وایي؟ 22:بلبل د خپل آواز په وخت کې څه با بلاله وایي؟ 23:چنګشه د خپل کراري پر مهال څه وایي؟ 24:ناقوس چې کله ټکیږي څه وایي؟ 25:هغه قوم راوښیه چې الله تعالی پر دوی وحي نازل کړه دوی نه انسانان او نه پېرانان او نه فرشتې وو؟ 26:کله چې ورځ شې نو شپه چیري ولاړه شي او کله چې شپه شي نو ورځ چیري ولاړه شي؟ د پورته سوالونو ځوابونو ته نمبر ورکول شوی یو سؤال بیل بیل بیان شوی ځکه یی نمبری زیاتی دی . اوس نو د جوابونو په انتظار أوسئ او یاد یې کړئ. ستاسي دنیکو دعاؤو په هیله . (ستاسي دنیکو دعاؤ محتاج) لیکوال: مولانا شیخ حبل الله "المتین" نوربیا... نوټ: د لیکنې حق خوندي دی، که یې کوم ملګري په نورو ګروپو کې نشروي کټ مټ دې په همدی ډول نشر کړي،

Comments