
🌷دهــــدایــــت لاره🌷
March 1, 2025 at 08:18 AM
(پنځم خلیفه)(3)
{بـسـم الله الـرحـمـن الـرحـیـم }
د پنځم خلیفه عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه دسیرت دریمه (3) برخه :
عبدالملـک بن مروان د عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه سره ډیر ښه ؤو دهغه عزت او قدر یې کولو عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه هم د خپل تره قدر کولو او زړه کی یی ارزو لرله چـی د تره لور فاطمه بنت عبدالملک په نکاح کړی هماغه ؤو چې هغه خپله لور ورته په نکاح کړه فاطمه یوه ایمانداره غیرتی خوش أخلاقه پاک لمنی ښځـه وه .
دا چې عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د تک سپین مخ ښائسته غټو سترګو لوړ قد او نورانیت لروونکی ؤو نو په فاطمی هم زیات ګران ؤو فاطمه یواّځینۍ بختوره ښځه وه چی پلار ورونه او میړه یی ټول خلیفګان تیر شوی .
په 93 هجری کی
عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د مدینې منورې د ولایت څـخـه لـری کړای شو کله چی له مدېنی منورې تللو نو ژړل ئـی خپل غلام مزاحم ورته وویل ولـی ژاړی ؟
هغه ورته وویل چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث را پیاد شو چـې فرمائـی .
أِنّ الْمَديْنَة تَنْفِي كُلَّ خَبِيْثُ مِنْهَا كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبثَ الْحَدِيْد وَلَا تَخْلَص إِلاَّ لِلطَّيِبِينَ :
مـدېنـه مـنوره له خپل ځان څخه خبیثان داسی وباسی او ځان تری پاکوی لـکه تارکُل چـی له اوسپني زنګ لـری کوی نه پاتی کیـږی مـدیـنه منوره کی مګر پاک خلک .
سره ددی چـی هغه یو بهترین عالم حافظ محدث ؤو خو بیا هم په خپلو أعمالو ویرېدلو او ورباندی غاوره نه وو له دغی ژړا وروسته دمشق ته لاړو او خپل تره سره شو .
کله چې عبدالملک وفات شو ځوی یې ولیدبن عبدالملک خلیفه شو هغه هم دخپل پلار په قدم قدم کېښود او عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه یې په مکـه مکرمه .مدېنه منوره .او طائف باندی والی وټاکلو دغه ولایت له 86 هجری څخه شروع شو تر 93 هجری پوری ؤو په کال 89 او 90 هجری کی یـی د حجاجو مسؤل وټاکلو او دغه کال کی ېـی په منی مزدلفه او عرفات کی حاجیانو ته زیات سهولتونه برابر کړل او د ولایت په همدغه موده کې عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه د مسـجـدنـبـوی .ﷺ د لوی والی کار هم سرته ورسولو او د رسول الله ﷺ روضه مبارکه یی هم په مسجد کی دننه کړه .
کله چی سلیمان بن عبدالملک خلیفه ؤو یو وخت هغه په چکـر ووتلو یو ځای ته لاړل چی هرچاته پکی خیمی وهل شوی وی هر څوک خپلی خیمی ته لاړل او د عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه خیمه نه وه سلیمان بن عبدالملک ولټولو پیدا یی نکړو أمر یی وکړو چي راپیدا یی کړئ ـ
خلکو ډیری لری دیوی ونې دسویری لاندی پیدا کړو او سترګې ئـی له ژړا سری وی سلیمان بن عبدالملک ته یی راوستو پوښتنه ئـی تری وکړه چې ولی ژاړی؟
عمربن عبدالعزیز رضی الله عنه ورته وویل کله چی ټول خلک خپلو خیمو ته لاړل زه پاتی شوم نو أخرت راپیاد شو چی هلته به هم ټولو خلکو ځانونو ته نیکی مخکی لېـږلی وی جنت ته به لاړ شی او زه ګناهګار به په تش میدان پاتی شم .
نوربیا راسره اوسئ :
لیـک ژباړه او ترتیب :
(الحاج مولانا حبل الله المتین )
حیاة عمر بن عبدالعزیز 1/327_328
طبقات الکبری 3/253ْ:
الخليفة عمر بن عبد العزيز: