فکري روزنتون
فکري روزنتون
February 24, 2025 at 12:02 PM
*روژه کله فرض شوه ؟* 📚 د روژې مبارکه میاشت د اسلام مبارک دین په دویم هجري کال په شعبان میاشت کې فرض شوه ، یعنې کله چې مسلمانان مدینې منوری ته هجرت شوي وو . الله تعالی د روژې فرضیت د البقرة سورت 183-185 آیتونو کې بیان کړی ، چې پکې الله تعالی مسلمانانو ته امر کوي چې روژه ونیسي ، لکه څنګه چې پر پخوانیو امتونو هم فرض شوې وه . *د روژې فرضیت دلایل :* *1️⃣ قرآني دلیل :* > يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: 183) *ژباړه : اې مؤمنانو !* پر تاسې روژه فرض شوې ، لکه څنګه چې پر مخکینیو امتونو فرض شوې وه ، تر څو تقوا اختیار کړئ . *2️⃣ حدیثي دلیل :* *رسول الله ﷺ وفرمایل :* "اسلام پر پنځه 5 ستنو ولاړ دی : د توحید شاهدي ، لمونځ ، زکات ، روژه ، او حج . " ( بخاري او مسلم ) *د روژې د فرضیت حکمتونه :* ✅ د تقوا او پرهیزګارۍ زیاتوالی . ✅ د صبر او زغم ځواکمنول . ✅ د شکر ادا کول . ✅ د نفس اصلاح او د ګناهونو پاکوالی . *روژه د مسلمانانو لپاره یو روحاني عبادت او د الله ﷻ د فرمان اطاعت دی ، چې نه یوازې د اُخروي اجر سبب کېږي ، بلکې د بدن او ذهن روغتیا ته هم ګټه رسوي .* *نور تفصیل ...* *رسول الله ﷺ ته د رسالت له ورکړې وروسته تر دیارلسو 13 کلونو پورې په مکه معظمه کي خلکو ته د خدای پاک د حُکمونو رسولو او تر ډیره وخته د ایمان راوړلو او د بت پرستی پریښودو نه پرته کوم بل حکم نه و . بيا ورو ورو د الله تعالى له لوري احكام راتلل شروع شول .* > د اسلام مبارک دین په ارکانو کې تر ټولو لومړی لمونځ فرض شو ، بيا د مکې معظمې نه د مدینې منورې په لوري د هجرت کولو نه وروسته چې کله رسول الل ﷺ مدینې منورې ته لاړ نو هلته ډير احکام نازل شول چې په هغو کې یو حکم د روژې مبارکې وو . 📕 تر ټولو لومړی د عاشورا یعنې د « محرم » لسم روژه فرض ، وه بيا له دې وروسته د رمضان شریف د روژو حکم وشو او د عاشورا فرضیت ختم شو . 📔 د هجرت څخه دوه نیم کاله وروسته په لسم شعبان 2 هـ مدینه منوره کی د رمضان د روژو د فرضیت حکم نازل شو او ددې نه پرته هیڅ یوه روژه فرض پاتې نه شوه . د دې فرض کیدل د کتاب او سنت او اجماع سره ثابت دي . *كتاب الفقه على المذاهب الاربعة ج 1 ص 872 ، 875 ، زاد المعاد ج 1 ص 160) .* > 🌍 ثواب او صدقه جاریه په نیت نشر Share کئ . مننه *📖

Comments