فکري روزنتون WhatsApp Channel

فکري روزنتون

469 subscribers

About فکري روزنتون

مطالعه وکړئ چې ژوند تیرول زده کړي. مطالعې ته په ورځ کې وخت ځانګړی کړئ . ځکه چې مطالعه د ژوند د بند لارو مشال ده درنښت او مینه فکري روزنتون

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

فکري روزنتون
فکري روزنتون
3/1/2025, 11:41:02 AM

🥺 غــم ڪې صـبر ځواني ڪې توبه ناروغۍ ڪې لمونځ د جنت ضمانتونه دي

❤️ 4
فکري روزنتون
فکري روزنتون
3/1/2025, 2:10:35 AM

رمضان المبارک میاشت! یوازې د جسم د زغم په اړه نه دی، بلکه د روح د صفا کولو او د الله تعالی سره د تړاو یوه نوې مرحله ده. دا میاشت یو فرصت دی چې خپل نفس کنټرول کړو او خپلو ګناهونو ته بښنه وغواړو. #فکرې_روزنتون #ژوراندګر #اسامه_القـائــدّ

Post image
❤️ 5
Image
فکري روزنتون
فکري روزنتون
3/1/2025, 4:55:12 PM

مونږ باید د یوې مهمې او ژورې ټولنیزې مسلې په اړه د لارښوونې هڅه جاري وساتوو چې هغې ته نسل روزنه وایي. راتلونکی نسل د یوې ټولنې راتلونکی جوړوي. د دې نسل فکري او ارزشي روزنه ډېر اهمیت لري، ځکه دوی به د راتلونکې ټولنې رهبري کوي. ځپل شوي افکار ورغوئ د ځوانانو ذهنونه او افکار، چې ممکن د غلطو لارښوونو، کلتوري یرغلونو، یا نورو منفي اغېزو له امله خراب شوي دي، باید بېرته سم لوري ته را وګرځول شي. دا د فکري ودې، د تعلیم او تربیې، او د ریښتینو ارزښتونو په ښودلو سره ترسره کېدای شي. د هیواد پر ځای د اسلام ارزښت وښایاست راتلونکي نسل ته باید د هېوادپالنې او اسلامي ارزښتونو اصلي مفاهیم ور وښودل شي. دې ته اړتیا ده چې هغوی پوه شي چې د اسلام او هېواد ساتنه یو له بل سره تړلي مفاهیم دي. اسلام د اخلاقو، انصاف، ورورولۍ او سولې دین دی، چې د هېواد جوړونې او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښتونه لري. د ځوان نسل روزنې ته جدي پاملرنه پکار ده، ترڅو هغوی د خپل هویت، کلتور او دین په ارزښت پوه شي، او د سالم فکر لرونکي وګړي شي! #فکري_روزنتون #ژوراندګر #اسامه_القـائــدّ

Post image
Image
فکري روزنتون
فکري روزنتون
3/1/2025, 4:54:40 PM

قلم او وسلې ته د ایمان ژمنه! وسله یوازې د فولادو یوه ټوټه ده، خو که ایمان ورسره وي، نو د باطل د دیوالونو نړونکی تندر دی. قلم یوازې د رنګ څو څاڅکي دي، خو که تقوا ورسره وي، نو د امت د برخلیک جوړوونکی ځواک دی. د وسلې ساتنه اسانه ده، خو د فکر ساتنه سخته ده. د تاریخ پاڼې یوازې د هغو یادونه نه کوي چې تورې یې وځلیدې، بلکې د هغو فکرونه هم ژوندي ساتي چې حق ته یې لاره هواره کړه. د بدر، احد، یرموک، او قادسیې فاتحان یوازې غازیان نه وو، بلکې مفکرین، حکمت لرونکي، او بصیرت لرونکي رهبران وو. ای د حق لښکره! د وسلې قوت ته د بصیرت ځواک ور اضافه کړه، د قلم توره د فولاد تر څنګ تېره کړه، ځکه چې امت ته یوازې جګړه نه، بلکې د امت د بیدارۍ لپاره مبارزه هم اړینه ده! #فکرې_روزنتون #ژوراندګر #اسامه_القـائــدّ

Post image
Image
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/28/2025, 4:25:58 PM

*مبارک شئ :* *‏د ستري محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني لخوا اعلان وسو :* *صبا شنبې ورځ د روژي مبارکي لومړی ورځ ده.* *عاجل دا خبرتیا خپلو ټولو ملګرو سره ، ګروپونو کې دا پوسټ نشر Share کی .* > *♥️⃟  زما گݪانۅ یۅ ݪایڪ   ⃟🌸* *~_◄⏤‌🤍⃝⃪🦋⃪꯭طالب مح. ߺ ❥᭄ 🍁_~*

❤️ 2
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/28/2025, 4:39:36 PM

موږ هغه افغانان یو چې د تاریخ پاڼو ته مو د زړورتیا، غیرت او سرښندنې زرينې کرښې ورګډې کړې دي. موږ هغه ملت یو چې د درو سترو امپراتوریو غرور مو ماتی کړی، د خپل ایمان، عقیدې او آزادۍ د ساتنې لپاره مو قربانۍ ورکړې، او د یو داسې تاریخ ویاړمن وارثان یو چې د نړۍ هر زورور ته یې خپل مقام وروښود. خو افسوس، چې نن زموږ د امت د ویاړونو معیارونه بدل شوي. نن موږ هغه څوک اتلان بولو چې د غرب په دسيسو کې راګير دي، هغه چې یوازې خپل ځان نه، بلکې د ملت نیم ځوانان یې په عبثیاتو مصروفه کړي، د دوی فکرونه یې د خپل اسلافو د عظمت له درکه منحرف کړي. نن ځوانان د خپل تاریخ له رڼا بې‌برخې دي، د خپل مسؤلیت احساس یې له لاسه ورکړی، او د دې پر ځای چې د امت د دردونو لپاره دوا شي، د بې‌ګټې مصروفیتونو ښکار شوي دي. حتی ښځې ورته لاسونه لپه کوي، داسي هیجان لري ته به وایې زوی یې د کفر پر وړاندې جهاد ته تللی. حال دا چې امت اسلامي له هر لوري د زوال له ګواښ سره مخ دی، د اسلامي ارزښتونو سپکاوی روان دی، اقصیٰ د یهودیانو تر ظلم لاندې دی، او مسلمانه خور د کفر تر سیوري لاندې ژوند کوي. آیا دا کرکيټران به د امت کيښتۍ له ډوبېدو وژغوري؟ آیا دا به د مسلمانې خور د عزت ساتنه وکړي؟ آیا دا به د اقصیٰ ازادي تضمین کړي؟ آیا دا به د اسلام مقدساتو ته سپر شي؟ که زموږ زړونه د حقیقي ویاړونو احساس له لاسه ورکړي وي، که موږ د خپل حقیقي هدف نه غافل پاتې شو، که زموږ ځوانان د امت درد هېر کړي، نو موږ به څنګه د تاریخ هغه زرينې کرښې بیا ولیکو چې زموږ اسلافو پرې ویاړ کاوه؟ امت ته اتلان پکار دي، خو داسې اتلان چې د دنیا له عبثیاتو نه، بلکې د خپل دین، عزت، ناموس، او سپېڅلو ارزښتونو له ساتلو سره ریښتینې وفاداري ولري! #لوح_الجهاد

❤️ 2
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/28/2025, 4:24:23 PM

*شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙* *‏د رحمتونو میاشت مو مبارک شه!🕌* *افغانستان کی هم سبا روژه شوه مبارک💓*

❤️ 1
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/27/2025, 2:22:41 AM

مطالعه : ده يوې ټولني اصلاح په ليک ،لوست او مطالعه پوري تړلې ، مطالعه په هر ځاى کې دود وګرځوئ !ترڅواوسنئ نسل له بد بختيووژغورل سې . هيله ده مطالعه مه پريږدئ !

❤️ 🫀 3
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/27/2025, 3:31:01 AM

د امت نوی نسل! امت ته داسې زامن پکار دي، چې د تاریخ نوې کرښې پرې رسم شي، نه دا چې یوازې د ماضي کیسې تکرار کړي. امت ته داسې روحونه پکار دي، چې د تقدیر لیک بدل کړي، نه دا چې یوازې د تېر زمان افتخارات وشماري. امت ته داسې اندیالان پکار دي، چې د فکر زولنې ماتی کړي، نه دا چې د زوړ تمدن اسیران پاتې شي. امت ته داسې مبارزان پکار دي، چې د عمل میدان ته راووځي، نه دا چې یوازې د وینا اتلان پاتې شي. *`اسامه القائد`* *`فکرې روزنتون`*

Post image
❤️ 🌷 6
Image
فکري روزنتون
فکري روزنتون
2/26/2025, 6:58:09 PM

ږیره د وقار نښه! ږیره یوازې یو ظاهري ښکلا نه، بلکې د عزت، وقار او سړیتوب نښه ده. دا د فطرت تحفه ده، چې نارینه ته ځانګړی هویت ورکوي. تاریخ شاهد دی، چې ستر رهبران، مبارزین او باوقاره شخصیتونه د خپل طبیعي ښایست ویاړلي وو. ځوانه! که عزت، دروندوالی او طبیعي ښکلا غواړې، نو خپل فطري ویاړ وساته! ږیره ستا د وقار تاج دی!

❤️ 🫀 5
Link copied to clipboard!