
فکري روزنتون
February 24, 2025 at 12:04 PM
*د دوزخ کیسه، یو ازاد شوی فلسطیني بندي د صهیوني زندانونو د شکنجو کیسه کوي.*
دغه ازاد شوی فلسطیني بندي ابراهیم الشاویش نومیږي، چې تازه د بندیانو د تبادلې په پروسه کې له صهیونستي زندان څخه ازاد شوی دی. ابراهیم لا هم د هغو سختو شکنجو کیسې کوي او ( دوزخ ) یې بولي چې د صهیوني زندانونو دننه پرې تېر شوي دي. ابراهیم د اسراییلو له لوري د غزې پر وړاندې د نسلوژنې د جګړې پر مهال نیول شوی وو.
ابراهیم الشاویش د شمالي غزې د بیت حانون اوسېدونکی او د ښوونځي ښوونکی دی. د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې هغه وخت ونیول شو، کله چې یې د سختو بمباریو له امله له خپلې کورنۍ سره یوه ښوونځي ته پناه وړې وه او له نورو کډوالو کورنیو سره پکې استوګن وو.
له کله چې ابراهیم د بندیانو د تبادلې د اوسني تړون له لارې ازاد شوی، له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ دی. په زندان کې د سوء تغذي او طبي غفلت له امله یې بدن سخت ضعیف شوی، او اوس هم د طبي مراقبت لاندې دی، ترڅو یې روغتیایي حالت سم شي.
ابراهیم د تعذیبونو په کیسه کې وایي، کله چې د اسراییلي ځواکونو په یوه وحشیانه برید کې ۳۵۰ فلسطینیان ونیول شول، چې له هغوی څخه یې د ابراهیم الشاویش په ګډون ۳۲ تنه د غزې دننه بیلابیلو ځایونو ته یووړل او بیا یې اسرائیلو ته انتقال کړل.
الشاویش زیاتوي، "هغه چلند چې له موږ سره وشو، غیرانساني و. موږ یې له جامو بر برخې او لوڅ کړو، بیا یې د غزې یوه کور ته د تحقیق لپاره انتقال کړو."
الشاویش وایي، "زه یې پر ماتو شیشو کشولم، په داسې حال کې چې زما زنګنونه پر ځمکه لګېدلې وو، فزیکي او ذهني شکنجه یې راکوله، سپکاوی یې کاوه، بد رد یې ویل، او هڅه یې کوله چې زما روحیه ماته کړي، اسراییلي عسکرو راته ویل چې ستا کورنۍ مو وژلې ده، ترڅو پر ما ذهني فشار زیات کړي."
له تحقیق وروسته الشاویش د ایرز زنداني کمپ ته بیول شوی، هلته بندیان په لویو ګودامونو کې ساتل کېدل چې اصلا د ټانکونو د ذخیرې لپاره جوړ شوي وو.
دی وايي، "هغه ځای چې موږ پرې ویده کېدو، یواځې یو سخت اسفالټ و. موږ ته یوازې یوه نازکه کمپله راکول کېده، چې له سختې یخنۍ څخه مو پرې ځانونه نشو ژغورلی."
ابراهیم وایي، ټوله ورځ به مو لاسونه تړلي وو، سترګې به مو پټې وې او هیڅ راز حرکت ته یې نه پرېښودو. آن تر دې چې د ویدېدو پر مهال مو هم اجازه نه لرله چې خپل وضعیت بدل کړو.
موږ ته خوراک هم په همدې حال کې راکول کېده او د حاجت د رفع کولو لپاره مو هم نه زولنې پرانستل کېدې او نه مو سترګې خلاصېدې.
بنديان له سخت ژمي او یخنۍ کړېدل خو ګرمې جامې او بستره نه ورکول کېدل.
د اسرائیلي عسکرو له لوري په بندیانو شرط وو چې د اسرائیلو شعارونه پورته کړي او ویده شي، د منع په صورت کې یې د خوب اجازه نه درلوده. د څکلو لپاره د پاکو اوبو نشتون او په اوسپنیز فرش ویده کېدل هغه څه وو چې بندیان ترې په سختو مرضونو اخته کېدل.
الشاویش وايي، د زیات تعذیب له امله او د روغتیایي خدماتو په نشتون کې یې درې بندیان ملګري شهیدان شول.
له زندان څخه د ابراهیم الشاویش ازادي!
الشاویش د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۸مه د نوي ژوند پیل ګڼي.
د "طوفان الأحرار" په نوم د بندیانو د تبادلې موافقه چې د لومړۍ مرحلې په جریان کې یې ۱۷۳۷ فلسطیني اسیران ازادیږي، دا پروسه به ۶ اونۍ دوام لري او هره اونۍ په خاصو ډلو کې بندیان ازادېږي.
د غزې د خلکو پر ضد اسراییلي وحشت!
د امریکا په ملاتړ اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۱۹مې پورې د غزې د ولس پر ضد وحشیانه جګړه وکړه، چې په پایله کې یې له ۱۶۰,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان او زخمیان شول، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې وو.
همداراز، له ۱۴,۰۰۰ زیات فلسطینیان ورک دي، چې تر اوسه یې برخلیک نهدی معلوم.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند موافقه پيل شوه، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اسیرانو تبادله هم پکې شامله ده.
دا موافقه ۳ مرحلې لري، چې هره مرحله ۴۲ ورځې دوام کوي، او د مصر، قطر، او امریکا په منځګړیتوب پر مخ ځي.