فکري روزنتون
فکري روزنتون
February 28, 2025 at 04:39 PM
موږ هغه افغانان یو چې د تاریخ پاڼو ته مو د زړورتیا، غیرت او سرښندنې زرينې کرښې ورګډې کړې دي. موږ هغه ملت یو چې د درو سترو امپراتوریو غرور مو ماتی کړی، د خپل ایمان، عقیدې او آزادۍ د ساتنې لپاره مو قربانۍ ورکړې، او د یو داسې تاریخ ویاړمن وارثان یو چې د نړۍ هر زورور ته یې خپل مقام وروښود. خو افسوس، چې نن زموږ د امت د ویاړونو معیارونه بدل شوي. نن موږ هغه څوک اتلان بولو چې د غرب په دسيسو کې راګير دي، هغه چې یوازې خپل ځان نه، بلکې د ملت نیم ځوانان یې په عبثیاتو مصروفه کړي، د دوی فکرونه یې د خپل اسلافو د عظمت له درکه منحرف کړي. نن ځوانان د خپل تاریخ له رڼا بې‌برخې دي، د خپل مسؤلیت احساس یې له لاسه ورکړی، او د دې پر ځای چې د امت د دردونو لپاره دوا شي، د بې‌ګټې مصروفیتونو ښکار شوي دي. حتی ښځې ورته لاسونه لپه کوي، داسي هیجان لري ته به وایې زوی یې د کفر پر وړاندې جهاد ته تللی. حال دا چې امت اسلامي له هر لوري د زوال له ګواښ سره مخ دی، د اسلامي ارزښتونو سپکاوی روان دی، اقصیٰ د یهودیانو تر ظلم لاندې دی، او مسلمانه خور د کفر تر سیوري لاندې ژوند کوي. آیا دا کرکيټران به د امت کيښتۍ له ډوبېدو وژغوري؟ آیا دا به د مسلمانې خور د عزت ساتنه وکړي؟ آیا دا به د اقصیٰ ازادي تضمین کړي؟ آیا دا به د اسلام مقدساتو ته سپر شي؟ که زموږ زړونه د حقیقي ویاړونو احساس له لاسه ورکړي وي، که موږ د خپل حقیقي هدف نه غافل پاتې شو، که زموږ ځوانان د امت درد هېر کړي، نو موږ به څنګه د تاریخ هغه زرينې کرښې بیا ولیکو چې زموږ اسلافو پرې ویاړ کاوه؟ امت ته اتلان پکار دي، خو داسې اتلان چې د دنیا له عبثیاتو نه، بلکې د خپل دین، عزت، ناموس، او سپېڅلو ارزښتونو له ساتلو سره ریښتینې وفاداري ولري! #لوح_الجهاد
❤️ 2

Comments