
فکري روزنتون
March 1, 2025 at 04:54 PM
قلم او وسلې ته د ایمان ژمنه!
وسله یوازې د فولادو یوه ټوټه ده، خو که ایمان ورسره وي، نو د باطل د دیوالونو نړونکی تندر دی. قلم یوازې د رنګ څو څاڅکي دي، خو که تقوا ورسره وي، نو د امت د برخلیک جوړوونکی ځواک دی.
د وسلې ساتنه اسانه ده، خو د فکر ساتنه سخته ده. د تاریخ پاڼې یوازې د هغو یادونه نه کوي چې تورې یې وځلیدې، بلکې د هغو فکرونه هم ژوندي ساتي چې حق ته یې لاره هواره کړه. د بدر، احد، یرموک، او قادسیې فاتحان یوازې غازیان نه وو، بلکې مفکرین، حکمت لرونکي، او بصیرت لرونکي رهبران وو.
ای د حق لښکره! د وسلې قوت ته د بصیرت ځواک ور اضافه کړه، د قلم توره د فولاد تر څنګ تېره کړه، ځکه چې امت ته یوازې جګړه نه، بلکې د امت د بیدارۍ لپاره مبارزه هم اړینه ده!
#فکرې_روزنتون
#ژوراندګر
#اسامه_القـائــدّ
