
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 18, 2025 at 10:13 AM
۱۹/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار مرستيال والي صرافانو سره د همغږۍ ناسته وکړه
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی صرافانو سره په ليدنه کې د بازار ثبات، د اسعارو تبادلې، مالي خدماتو او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د صرافانو خپلمنځي همغږۍ، د شفافو مالي راکړو ورکړو، د تبادلې نرخونو د ثبات، او د سوداګرۍ د لا اسانتیاوو پر موضوعاتو بحث او د متقابلې همکارۍ پر دوام ټینګار وشو.
-
