
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
502 subscribers
About ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر د Whatsapp چينل
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

۱/۹/۱۴۴۶ د ننګرهار کانال د خرما حاصل ۳۰ ټنه اټکل شوی د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د خرما د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې تمه ده سږ کال به یې حاصلات ۲۳ ټنو ته ورسېږي. د شرکت د معلوماتو له مخې، د هډې فارم دويم بلاک کې د ۶۵ جریبه ځمکې پر ساحه ۴۰ جریبه خرما باغ شته، چې پکې ۲۷۰۰ بوټي کرل شوي دي. یاد بڼ شپږ نوعه اعلی خرما لري او شاوخوا ۲۰ تنه کارکوونکي یې سمبالوي. د شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې مسؤلین وايي، چې تېر کال د خرابو موسمي شرایطو له امله ۲۱ ټنه حاصلات له منځه تللي وو، خو سږ کال د مناسبې روزنې له کبله تمه ده، چې تولیدي کچه لوړه شي. د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د حیواني سرې کارونه، قیچي کاري، د سکرونو اصلاح، صفايي او نور اړین اګروتخنیکي تدابیر نیول شوي دي. -


۱/۹/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د CHA مؤسسې د فعالیتونو ارزونه وشوه د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي عطاءالرحمن فاتح د بشري مرستو همغږۍ (CHA) مؤسسې د ختیځ زون له دفتر څخه لېدنه وکړه او د یادې مؤسسې د بشري مرستو او پروژو پر فعالیتونو یې بحث وکړ. د دې لیدنې پر مهال، د CHA مؤسسې مسئولینو د خپلو روانو پروژو په اړه معلومات شریک کړل، چې په ځانګړي ډول د کډوالو د ملاتړ برخې ته متمرکز دي. د اقتصاد رئيس د دې مؤسسې د فعالیتونو ارزونې وروسته د لا همغږۍ سپارښتنه وکړه، همدا راز يې ډاډ ورکړ چې د بشري پروژو د تطبیق په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې شي. -


۱/۹/۱۴۴۶ په ننګرهار کې ۱۰۳ بې ځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې ورکړل شوې د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ ۱۰۳ بې ځایه شویو کورنیو ته د WFP، IOM او SCI مؤسسو له لوري د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ورکړل شوې. د معلوماتو له مخې، WFP هرې کورنۍ ته ۶۲۰۰ افغانیو معادل خوراکي توکي ورکړي، چې پکې سل کیلو اوړه، ۱۲ کیلو دال، ۹ کیلو غوړي، ۳ کیلو سپر سريال او د ماشومانو د خوارځواکۍ موادشامل دي. همدارازIOM مؤسسې ۸۲ بې ځایه شویو کورنیو ته خیمې او د اشپزخانې وسایل ورکړل او SCI مؤسسې روغتیايي کیټونه ووېشل. -


۱/۹/۱۴۴۶ په مومندرې او پچیرآګام کې د پاکو اوبو برابرولو پروژه پيل شوه د ننګرهار مومندرې او پچیرآګام ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د ۴۰۹ زره او ۴۸ امریکايي ډالرو په مالي لګښت د يوې پروژې چارې پيل شوې. په دې پروژه کې ۳۶۵ کورنیو ته د پاکو اوبو يو شبکې جوړول، د ۳۰ څاه ګانو بيا رغونه، د ۱۰۰ تشنابونه جوړول، د ۱۶۰ اوبو فلټرونو وېش، ۲۱۰ څاه ګانو ته د کلورين ورکړه، ۲۴۰ کورونو کې د لاسي پمپونو نصبول او معلولينو سره د ۲۲ څوکيو مرسته کول شامل دي. دا پروژه د ECHO ادارې په مالي ملاتړ او د ډاکار مؤسسې په همکارۍ پلې کيږي، چې مسئولين یې د کارونو د چټک پرمختګ او شفاف تطبیق ډاډ ورکوي. ---


۱/۹/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د نادولتي مؤسسو د شتمنیو د تنظیم پروسه روانه ده د اقتصاد وزارت د پالیسۍ له مخې په ننګرهار کې د نادولتي مؤسسو د ملکیتونو، تجهیزاتو او سرچینو د تنظیم او ثبت پروسه دوام لري، چې موخه یې د همغږۍ پیاوړتیا او د امکاناتو مؤثر مدیریت دی. یاده پروسه د ولایت مقام او اقتصاد رياست تر نظارت لاندې پلي کېږي، چې په دې لړ کې د IOC او MCPA مؤسسو اړوند تجهیزات او وسایل ثبت شوي دي. دا بهیر به د ټولو مؤسسو سره په تفاهم پرمخ ځي، چې د دوی د شتمنیو تنظیم به د خدماتو د لا ښه والي او اغېزمنتیا لامل شي. -


۱/۹/۱۴۴۶ په تورخم کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د سولري برښنا سیستم فعال شو د ننګرهار تورخم عمري کمپ کې د خدماتي کمېټې په مالي ملاتړ یو نوی سولري برېښنا سیستم فعال شو، چې له مخې به یې راستنېدونکو کډوالو ته ۲۴ ساعته اساسي خدمات وړاندې کېږي. د کمپ مرستیال قاري زاهدالله زاهد وویل، چې دا سیستم په یو میلیون افغانیو مالي لګښت خدماتي کمېټې له لوري جوړ شوی او د کمپ د اړتیاوو پوره کولو لپاره به ورڅخه دوامداره استفاده کېږي. د معلوماتو له مخې دا سولري سیستم ۵۰ سولري پینلونه، ۲۰ لویې (۲۰۰ امپيره) بطرۍ او ۶ انورټرونه لري، چې د کمپ د برېښنا اړتیاوې به پوره کړي. د کمپ مسئولين وايي، چې د سولري برېښنا فعالېدو سره به د کمپ د اسکان، امنیتي او خدماتي برخو فعالیتونو کې ښهوالی راشي او هڅې روانې دي چې راستنېدونکو کډوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. -


۲۸/۸/۱۴۴۶ د صنعتي فابريکو د ټرانسفرمرونو ظرفيت ارزول کيږي. د ننګرهار برښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي په خپل کاري دفتر کې د شيخ مصري صنعتي پارک له صنعتکارانو سره په کتنه کې د ټولو صنعتي او توليد فابريکو د مستقلو ټرانسفرمرونو د اصلي ظرفيت معلومولو په موخه د تخنيکي ارزونې د پيل پروسې په اړه د برښنا شرکت د مرکزي دفتر پرېکړه صنعتکارانو ته ابلاغ کړه. د ننګرهار برښنا رئيس صنعتکارانو ته سپارښتنه وکړه چې فابريکو ته له ورکړل شويو تخنيکي شرايطو او امتياز سره برابره برښنا وکاروي او د دې تخنيکي پروسې په ښه توګه بشپړولو کې د ننګرهار برښنا له مؤظف تخنيکي ټيم سره همکاري وکړي. د صنعتي او توليدي فابريکو د مستقلو ټرانسفرمرونو د اصلي ظرفيت معلومولو هدف د فابريکو د برښنا تنظيم، عادلانه وېش او په ښاري شبکه کې د ناڅاپي پرچاويو مخنيوی دی. -


۲۸/۸/۱۴۴۶ ننګرهار کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د امامانو او خطيبانو ځانګړې غونډه وشوه د ننګرهار ارشاد، حج او اوقافو رئيس مفتي عبدالستار سيرت د مرکز او ولسوالیو امامانو، خطیبانو او د اوقافو مسؤلینو سره غونډه وکړه، چې پکې د روژې مبارکې میاشتې اړوند ځانګړي تدابیر وڅېړل شول. د حج اوقافو رئيس وويل، چې د روژې مبارکې د مراسمو د ښه تنظیم په موخه په لس مادو کې سپارښتنې چمتو شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اذانونه باید د رسمي مهالوېش مطابق وشي، د روژه ماتي او پيشنمی وختونه دې دقیق مراعات شي او د تراویح لمونځونه دې له لوډسپيکر پرته اداء شي. په غونډه کې همدا راز د علماو د اتحاد، د ټولنیزو ستونزو حل او د دیني لارښوونو د تطبیق پر موضوعاتو هم خبرې وشوې، په پای کې رسمي لارښوونې د امامانو او خطیبانو ترمنځ ووېشل شوې. -

۲۸/۸/۱۴۴۶ تورخم کې راستنو شويو کورنيو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار تورخم ښارګوټي اړوند عمري کمپ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۶۲ راستنو شويو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. د بشري مرستو په دې تازه پړاو کې اړمنو کورنیو ته د ژمنیو البسو بکسونه، د روغتیا ساتنې کیټونه، د اوبو سطلونه، تشونه او کمپلې ورکړل شوې. تېره اوونۍ هم افغاني سرې میاشتې له لوري مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره ورته مرستې ترسره شوې. -


۲۸/۸/۱۴۴۶ په جلالآباد کې د چنن الدین جومات د جوړولو چارې پیل شوې د ننګرهار مرکز جلالآباد ښار کې د استقلال (چنن الدین) جومات د جوړولو چارې د مسئولينو، ملي سوداګرو، دیني عالمانو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې پیل شوې. د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالستار سیرت د یاد مسجد د بنسټ ايښودلو پر مهال د مساجدو د ارزښت او ټولنیز اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه له ټولو هغو اشخاصو څخه مننه وکړه چې د دې مسجد د رغولو لپاره یې هلې ځلې کړي او له ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي. د دعوت ارشاد آمر حافظ عبدالقادر عمر خالد وویل، چې استقلال مسجد د جلالآباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند، میا اسلم پلازا ته مخامخ موقعیت لري او له ۱۲ کلونو ځنډ وروسته د ۱۶.۵ بسوې ځمکه باندې د عصري معیارونو مطابق، د پنځه پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي. د جوړونې لګښت يې شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالر اټکل شوی، چې د عام ولس له مرستو به تمویل شي. دغه مسجد به په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت ولري. -