ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 18, 2025 at 10:42 AM
۱۹/۸/۱۴۴۶ د جلال اباد ښار په يو کور کې لګېدلی اور پر وخت مهار او د ډيرو زيانونو مخنيوی وشو د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند انګورباغ سيمه کې د وحيدالله په نوم يو تن په کور کې د ورځې په يولس بجو او شل دقيقيو اور لګېدلی وو، چې د اور وژنې ډلګۍ له لوري پر وخت کنترول، د ډيرو زیانونو او نورو کورونو ته يې د سرايت مخنيوی وشو. په دې پېښه کې ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو د ۲۸۰ زره افغانيو په ارزښت د کور توکي سوځيدلي او د ۷۰۰ زره افغانيو په ارزښت نور توکي ژغورل شوي دي. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱۹/۸/۱۴۴۶ د جلال اباد ښار په يو کور کې لګېدلی اور پر وخت مهار او د ډير...
👍 1

Comments