ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 18, 2025 at 11:10 AM
۱۹/۸/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د عامه تغذي خدماتو په پياوړتيا ټينګار وشو. د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د عامه تغذیې د خدمتونو د ښه والي لپاره خپله میاشتنۍ ناسته ترسره کړه، چې پکې د روغتیايي څانګو مسؤلینو او مرستندویه ادارو استازو ګډون وکړ. د عامې روغتیا رئیس مولوي امین‌الله شریف په ناسته کې وویل، چې تغذیه د عامې روغتیا یوه اساسي برخه ده او باید روغتیايي مرکزونه د طبي اړتیاوو پر بنسټ د تغذیوي مداخلې خدمات، خاص تغذیوي مکملونه او اړین درمل مستحقو ناروغانو ته پر وخت ورسوي. مسئولينو د خوارځواکۍ مخنیوي، د غذایي رژیم ښه والي او عامه پوهاوي د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د تغذیوي نیمګړتیاوو کچه راټيټه شي. همداراز، په ناسته کې د تېرو څارنو پایلې وڅېړل شوې او د ستونزو د حل په موخه لازمې پرېکړې وشوې. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱۹/۸/۱۴۴۶ په ننګرهار کې د عامه تغذي خدماتو په پياوړتيا ټينګار وشو.   د...
👍 1

Comments