ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 18, 2025 at 12:56 PM
۱۹/۸/۱۴۴۶ په کامې ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو د تثبیت او غصب مخنیوي په موخه تخنیکي پلاوي ارزونه وکړه د ننګرهار کرنې رئیس او د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن تخنیکي ټیم سره د کامې ولسوالۍ کامه خاص او ده طاهر سیمو کې امارتي ځمکې تثبيت کړې، چې موخه يې د ځمکو موقعیتونه تثبیتول، د غاصبینو په نښه کول او د غیرقانوني تصرفاتو مخنیوی دی. مسئولينو د ده طاهر په سیمه کې سلګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه، چې د هغې د مساحت، حدودو او جی‌پي‌اېس نقاطو ثبتولو چارې ترسره شوې. همداراز خلکو ته سپارښتنه وشوه چې له نویو غیرقانوني تصرفاتو ډډه وکړي. مسؤلین وايي، د دولتي ځمکو د خوندي ساتلو بهیر به دوام لري او د غصب مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کېږي. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۱۹/۸/۱۴۴۶ په کامې ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو د تثبیت او غصب مخنیوي په مو...

Comments