ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 18, 2025 at 04:40 PM
۱۹/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار زندان څخه ۷۰ بندیان آزاد شول.
د سترې محکمې د متحده المال حکم پر بنسټ د ننګرهار زندانونو چارو د سمون ریاست له زندان څخه ۷۰ بندیان خوشې شول.
د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رئیس مولوي سهیل سعید د بندیانو د خوشې کېدو پر مهال وویل، چې هغوی باید له دې فرصته مثبته ګټه واخلي، خپلې تېروتنې اصلاح کړي او په ټولنه کې د نافذه قوانينيو مطابق ژوند وکړي.
هغه زیاته کړه، خوشې شویو کسانو ته د زندان پر مهال دیني، عصري او مسلکي زده کړې ورکړل شوي او تمه ده چې هغوی خپل راتلونکی جوړ کړي.
د زندانونو چارو د سمون رئيس وايي دا ډول عفوې هغو بندیانو ته کېږي، چې له خپلو تېرو کړنو پښیمانه وي او د اصلاح نښې په کې وليدل شي.
-
❤️
1