ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 07:06 AM
۲۰/۸/۱۴۴۶ جلال‌آباد کې د ۶۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې ۴۶ پروژې پیل شوي د جلال‌آباد ښاروالۍ روان لمریز کال کې د ۶۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې ۴۶ پروژې پيل کړي، چې له دې جملې څخه د ۲۲ پروژو چارې بشپړې شوي او پاتې ۲۴ لا هم دوام لري. د جلال‌آباد ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید وايي، چې یادې پروژې د ۱۴۰۳ مالي کال له داخلي بودیجې تمویل شوي او د ښار په نهو ناحیو کې عملي کېږي. سعید زیاته کړه، چې دې پروژو کې د سړکونو کانکریټ کول، د سړکونو اسفالت، د سړکونو داغ‌ګیري او د فرعي لارو جوړول شامل دي. د نوموړي په وینا، د ښاروالۍ هڅه دا ده چې د خلکو له عوایدو څخه په ګټه اخیستو ښاري خدمتونه لا پراخ کړي او معیاري کارونه ترسره کړي. جلال‌آباد ښار په ۳۱۸.۵۸ کیلومتره مربع مساحت لرلو سره نهه ناحیې او ۱۷۴ ګذرونه لري، چې د ښاروالۍ پراخې رغنیزې هڅې ښاري ژوند ته مثبت بدلون ورکوي. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۲۰/۸/۱۴۴۶ جلال‌آباد کې د ۶۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې ۴۶ پرو...
❤️ 👍 2

Comments