ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 07:16 AM
۲۰/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار کانال په ۷۲ جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړ شو
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم دويم بلاک کې په ۷۲ جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړ کړی، چې کرنیزې چارې یې بشپړې شوې او د کرکېلې لپاره چمتو شوی ده.
دغه بڼ د کلیم الله حلیمي قراردادي کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار وادې کرنیز شرکت تر چتر لاندې جوړ شوی دی.
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت عمومي رئيس سید محمد نعیم محمدي وايي، د دې بڼ له جوړولو څخه موخه د مالټو تولید ډېرښت او د کرنې ودې ته زمینه برابرول دي. د نوموړي په وینا، دغه باغ به د سیمې اقتصاد ته وده ورکړي او خلکو ته به د کار زمینې هم برابرې کړي.
د ننګرهار کانال پر ځمکه کرل شوې مالټې د هېواد په کچه د کیفیت او خوند له پلوه ځانګړی شهرت لري، چې دا نوې پروژه به د کرنیزو محصولاتو بازار ته نور پرمختګ ورکړي.
-