
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 07:51 AM
۲۰/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار پوهنتون مرکزي کتابتون سره د ۶۲۱ ټوکه کتابونو مرسته وشوه.
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د پوهنتون مرکزي کتابتون ته ۶۲۱ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل، چې دا د ۸۳ استادانو او علمي کادر غړو د تالیفي اثارو مجموعه ده.
په همدې موخه د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال په حضور کې د کتابونو سپارلو ځانګړې ناسته ترسره شوه. د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رئیس، پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي وویل چې دا کتابونه د استادانو د کلونو اکاډمیکو هڅو پایله ده، چې به د محصلینو او استادانو علمي او تدریسي بهیر پیاوړی کړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د طب پوهنځي استادان به د علمي اثارو د تالیف او چاپ په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي. د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار وویل چې دا مرسته به نه یوازې د استادانو او محصلینو لپاره ګټوره وي؛ بلکې د پوهنتون څېړنیز حیثیت به هم پیاوړی کړي.
مرسته شوي کتابونه د پوهنتون د څېړنو معاونیت او د طب پوهنځي مسئولینو له لوري د کتابتون امریت ته وسپارل شول، ترڅو محصلین او استادان ورڅخه ګټه واخلي.
-

❤️
1