
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 01:08 PM
۲۰/۸/۱۴۴۶
ننګرهار کې حاجیانو لپاره د حج معلمینو د ټاکلو ازموینه واخیستل شوه
ازموینه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه، چې مشري یې د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ عیدولي حلیمي کوله.
د ننګرهار د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالستار سیرت او د نورستان د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالرؤف عاصم هم د ازموینې بهیر څاره.
په دې ازموينه کې ۸۸ علماء شارټلیست شوي وو؛ خو یوازې ۲۷ تنه به د ازموینې له لارې د لوړو نمرو پر اساس بریالي اعلان شي. د ازموینې موخه د حج پروسې د تنظیم لپاره وړ معلمین ټاکل دي.
ازموینه د ننګرهار د ولایتي ادارې، د علماو شورا، او استخباراتو استازو په حضور کې د وزارت د لارښوونو له مخې ترسره شوه.
-
