ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 02:04 PM
۲۰/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار اقتصاد رياست او د غیر دولتي مؤسساتو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا بحث وشو
د اډا او ډاکار مؤسساتو مسؤلینو د ننګرهار د اقتصاد رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې پکې د اقتصادي همکارۍ پر پراخولو، د مؤسساتو د فعالیتونو تنظیم او د بشري مرستو د لا اغېزمنتیا پر لارو چارو بحث وشو.
په ناسته کې د یادو مؤسساتو استازو د خپلو روانو پروژو، لاسلیک شويو تفاهمنامو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ترڅو د اقتصادي پراختیا او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو کې لا ښه همغږي رامنځته شي.
د ننګرهار د اقتصاد رئیس د مؤسساتو د فعالیتونو پر قانوني چوکاټ ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو پروژو پلي کولو پر مهال، د ځايي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د شفافیت اصل رعایت کړي.
-