ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 19, 2025 at 02:21 PM
۲۰/۸/۱۴۴۶ ننګرهار کې ۱۴۰ کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د "ستاسو غږ" مؤسسې د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ۱۴۰ کورنیو ته، چې پخوا ورته کورني چرګان ورکړل شوي وو ۲۱ مټریک ټنه د چرګانو خوراکه ووېشله. د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، د مرستې په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوه، ترڅو د کورنيو چرګانو د ساتنې او تولید دوام ته زمینه برابره شي. د "ستاسو غږ" مؤسسې په استازيتوب انجینر فرهاد علي وویل، چې یادې کورنۍ د چرګانو د خوراکي توکو تر څنګ، پخوا د ۷۵ ډالرو معادل افغانيو نغدي مرستې هم ترلاسه کړي دي. له یادې مرستې څخه موخه د کورنی اقتصاد وده، د خوړو خوندیتوب او د محلي توليداتو ملاتړ دی. -
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۲۰/۸/۱۴۴۶ ننګرهار کې ۱۴۰ کورنیو ته د چرګانو خوراکه ووېشل شوه  د ننګرها...

Comments