
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 20, 2025 at 06:14 AM
۲۱/۸/۱۴۴۶
د ننګرهار کرنې ریاست او د کلیو بیا ودانولو ادارې ترمنځ د پروژو همغږۍ ناسته وشوه
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن سره د افغانستان د کلیو بیا ودانولو ادارې (RRAA) عمومي رئیس ریاض الله ولي او د یادې ادارې ولایتي مسؤلینو د روانو فعالیتونو، راتلونکو پروژو د ډیزاین او د ولسوالیو په کچه د بزګرانو اړتیاوو ته په کتو د پروژو پر اهمیت خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ریاض الله ولي د کرنې ریاست له لوري د موسساتو سره د ښې همغږۍ له امله مننه وکړه او د ننګرهار لپاره د نوو پروژو د معلوماتو ترلاسه کولو او لا زیاتو همکاریو غوښتنه يې وکړه.
د ننګرهار کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن د کلیو بیا ودانولو ادارې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د مؤثره پروژو د ډیزاین او پلي کولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
+++
