ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 20, 2025 at 06:30 AM
۲۱/۸/۱۴۴۶
په ننګرهار کې د ۱۱۰ کیلو ولټ OPGW لین بیا فعالولو تخنیکي ارزونه وشوه
د لوړ ولټاژ ریاست اړوند د مرکز OPGW او د ننګرهار برښنا حوزې د لوړ ولټاژ مدیریتونو ګډ تخنیکي ټیم د نغلو - جلال آباد او مهترلام ۱۱۰ کیلو ولټ لین د OPGW لین بیا فعالولو لپاره ارزونه وکړه.
د مهترلام سب سټيشن څخه د همیشه بهار سب سټيشن پر لور د OPGW لین د OTDR ماشین له لارې وازمویل شو، چې په ۹ او ۱۶ کیلومتره کې تخنیکي ستونزې څرګندې شوې.
همداراز، د مشترکې پایې څخه د نغلو سب سټيشن پر لور د OPGW لین وازمویل شو، چې په ۲.۵ کیلومتره کې عارضه ثبت شوه. د ۱۲۲ شمېره ۱۱۰ کیلو ولټ لین د ۱۹۶ شمېره پایې جینټ بکس وازمویل شو، چې د نغلو پر لور ۴ کیلومتره کې تخنیکي ستونزه وموندل شوه.
په ورته وخت کې، د نغلو - جلال آباد ۱۲۲ شمېره ۱۱۰ کیلو ولټ لین د ۱۹۶ شمېره کش پایې د نټ او بولټونو کمښت پوره شو، ترڅو د برښنا شبکې ثبات ته دوام ورکړل شي.
دا ارزونه د برښنا انتقال ښه والي ته د دوام ورکولو لپاره ترسره شوې، چې تمه ده د لین فعالیت ته مثبت بدلون ورکړي.
+++