
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 20, 2025 at 07:04 AM
۲۱/۸/۱۴۴۶
په اچین کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې د کليو بیارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د BHA مؤسسې له لوري او د ماشوم ساتنې مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستې لړۍ پيل شوه. تېره ورځ ۳۰۰ کورنیو ته دا مرسته ورکړل شوه چې هره کورنۍ له ۲۹۰۰ افغانيو برخمنې شوې او پاتې نورو کورنيو ته به هم ياده مرسته ورکړل شي.
په ورته وخت کې DRC مؤسسې ۱۲۲ کورنیو ته د روغتيا ساتنې کیټونه وويشل، چې هرې کورنۍ ته ۱۴ قلمه سامان ورکړل شو.
د اچین ولسوالۍ مرستیال محمد ایوب ابوبکر د يادو مؤسسو له مسئولينو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه ترڅو په نورو برخو کې هم اړمنو کورنيو سره مرستې وشي.
+++
