
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 20, 2025 at 09:57 AM
۲۱/۸/۱۴۴۶
جلالآباد کې د مؤسساتو په همکارۍ ۴۲ پروژې پيل او پای ته رسيدلي.
د جلالآباد ښاروالۍ سره همکارو موسسو د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار نهو ناحیو کې ۴۲ پروژې پرمخ وړي. په دې پروژو کې د سړکونو کانکریټ، د پلو لارو، ويالو او استنادي دیوالونو جوړول او سولري رڼا چمتو کول شامل دي.
د ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید ویلي، چې له دې پروژو ۸ بشپړې شوي، ۱۴ تر کار لاندې دي او د ۲۰ نورو د پيل لپاره تدارکاتي چارې روانې دي.
په دې پروژو کې تر دې دمه ۲۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
+++

❤️
1