ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 20, 2025 at 11:43 AM
۲۱/۸/۱۴۴۶ په ګوشتې کې ۷۷ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د کورډایډ Arada موسسې په مالي مرسته ۷۷ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. د پیښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې د هوکړه ليک له مخې، هرې کورنۍ ته ۲۹۴۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولیزه مرسته ۲۲۶۳۸۰ افغانۍ وه. دا د دغو کورنیو لپاره د خوراکي توکو برابرولو په موخه درېیم قسط و. د پروسې همغږۍ او څارنه د ننګرهار پیښو پر وړاندې چمتووالي ریاست وکړه، چې موخه یې د وچکالۍ له امله زیانمنو کورنیو ته ملاتړ برابرول دي. +++
Image from ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC: ۲۱/۸/۱۴۴۶ په ګوشتې کې ۷۷ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه   د ننګرها...
❤️ 1

Comments