
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 27, 2025 at 06:48 AM
۲۸/۸/۱۴۴۶
ننګرهار کې د مخابراتي پوښښ پراختیا – مسئولينو د TDF لسمه پروژه وڅارله
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، د ختیځ زون اترا آمر او د افغان ټيلي کام شرکت مسئولينو د سرخرود، چپرهار او رودات ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره د TDF لسمې پروژې د پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاره.
يادو مسئولينو د ترسره شویو ساختماني چارو تخنیکي ارزونه وکړه او هغه نیمګړتیاوې یې ثبت کړې، چې د نقشې او تخنیکي میکانیزم خلاف وې. د پروژې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو چارې د تخنیکي معیارونو مطابق اصلاح او بشپړې شي.
یاده پروژه د سیمې اوسېدونکو ته د باکیفیته مخابراتي خدمتونو برابرولو لپاره حیاتي ارزښت لري.
-
