
ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
February 27, 2025 at 12:15 PM
۲۸/۸/۱۴۴۶
تورخم کې راستنو شويو کورنيو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار تورخم ښارګوټي اړوند عمري کمپ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۶۲ راستنو شويو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بشري مرستو په دې تازه پړاو کې اړمنو کورنیو ته د ژمنیو البسو بکسونه، د روغتیا ساتنې کیټونه، د اوبو سطلونه، تشونه او کمپلې ورکړل شوې.
تېره اوونۍ هم افغاني سرې میاشتې له لوري مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو سره ورته مرستې ترسره شوې.
-
