ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 27, 2025 at 02:03 PM
                               
                            
                        
                            ۲۸/۸/۱۴۴۶
د صنعتي فابريکو د ټرانسفرمرونو ظرفيت ارزول کيږي.
د ننګرهار برښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي په خپل کاري دفتر کې د شيخ مصري صنعتي پارک له صنعتکارانو سره په کتنه کې د ټولو صنعتي او توليد فابريکو د مستقلو ټرانسفرمرونو د اصلي ظرفيت معلومولو په موخه د تخنيکي ارزونې د پيل پروسې په اړه د برښنا شرکت د مرکزي دفتر پرېکړه صنعتکارانو ته ابلاغ کړه.
 د ننګرهار برښنا رئيس صنعتکارانو ته سپارښتنه وکړه چې فابريکو ته له ورکړل شويو تخنيکي شرايطو او امتياز سره برابره برښنا وکاروي او د دې تخنيکي پروسې په ښه توګه بشپړولو کې د ننګرهار برښنا له مؤظف تخنيکي ټيم سره همکاري وکړي. 
د صنعتي او توليدي فابريکو د مستقلو ټرانسفرمرونو د اصلي ظرفيت معلومولو هدف د فابريکو د برښنا تنظيم، عادلانه وېش او په ښاري شبکه کې د ناڅاپي پرچاويو مخنيوی دی.
-