ننګرهار رسنيو دفتر | NMIC
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                February 27, 2025 at 02:42 PM
                               
                            
                        
                            ۲۸/۸/۱۴۴۶
ننګرهار کې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د امامانو او خطيبانو ځانګړې غونډه وشوه 
د ننګرهار  ارشاد، حج او اوقافو رئيس مفتي عبدالستار سيرت د مرکز او ولسوالیو امامانو، خطیبانو او د اوقافو مسؤلینو سره غونډه وکړه، چې پکې د روژې مبارکې میاشتې اړوند ځانګړي تدابیر وڅېړل شول. 
د حج اوقافو رئيس وويل، چې د روژې مبارکې  د مراسمو د ښه تنظیم په موخه په لس مادو کې سپارښتنې چمتو شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اذانونه باید د رسمي مهالوېش مطابق وشي، د روژه ماتي او پيشنمی وختونه دې دقیق مراعات شي او د تراویح لمونځونه دې له لوډسپيکر پرته اداء شي.
په غونډه کې همدا راز د علماو د اتحاد، د ټولنیزو ستونزو حل او د دیني لارښوونو د تطبیق پر موضوعاتو هم خبرې وشوې، په پای کې رسمي لارښوونې د امامانو او خطیبانو ترمنځ ووېشل شوې.
-